Asset 1SWN

ا.ا: د کابل خیرخانه کې مو دوه داعشیان ووژل او یو مو ژوندی ونیوه

انفجار-در-کابل

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد وايي، امنیتي ځواکونو نن ماښام د خیرخانې اړوند په ذاکرین ښارګوټي کې د داعشیانو پر یوه پټن‌ځای عملیات کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په یادو عملیاتو کې دوه داعشیان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.

ذبېح‌الله مجاهد زیاتوي چې په عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

نن ماښام د کابل د اووه‌لسمې امنیتي حوزې اړوند په خیرخانې کوتل سیمه کې ځینو ځايي سرچینو سلام‌وطندار ته وویل چې په یاده سیمه کې یې د څو پرله‌پسې چاودنو او ډزو غږونه اورېدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو تر دې مخکې تل ټینګار کړی چې د داعشیانو په ګډون، هېڅ وسله‌واله ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام