Asset 1SWN

«ناچاره یوو چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ساعتونه د موټرو ډکولو لپاره نارې ووهو»

ماشوم

افغان ماشومان د هېواد په بېلابېلو برخو، په تېره کابل کې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه د روزګار لپاره قرباني ورکوي. ګڼ‌شمېر ماشومان هر سهار د ښوونځي پر ځای، ښار ته راوځي او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره تر بېګاه پر سړکونو د سپرلۍ موټرو ډکولو په موخه نارې وهي.

څوارلس کلن سمیر چې هره ورځ له سهاره تر ماښامه د کابل ښار په ده‌افغانانو کې د ښاري موټرو ډکولو په موخه نارې وهي، وايي چې پلار یې په کورنیو جګړو کې معلول شوی او کار نه‌شي کولای؛ نو ځکه دی اړ دی چې ښوونځي ته د تګ پر ځای، کار وکړي او د کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ وګټي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا یوازې سمیر نه‌دی چې په کوچني ځان د یوې کورنۍ چلولو مسوولیت پر غاړه دی، بلکې ګڼ‌شمېر نور ماشومان هم شته چې ناچارۍ له زده‌کړو بې‌برخې کړي او کار ته یې مخه کړې ده.

دولس کلن مسعود چې هره ورځ له سهار څخه تر ماښامه د کابل ښار په ده‌افغانانو کې د سپرلیو موټرو ډکولو لپاره د سړک پر سر نارې وهي، هم وايي چې د څلورکسیزې کورنۍ سرپرست دی.

هغه په ډک ستوني وايي چې څو ځله د سړک پر سر موټر وهلی او ټپي کړی چې بیا په روغتون کې هم بستر شوی دی، خو دا چې بله‌ لاره نه لري او باید د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، اړ دی چې بیا سړکونو ته ووځي او نارې ووهي.

مسعود له خپل روزګار څخه ګیله‌من دی او وايي: «ناچاري ده او د کاروبار خوند هم نشته. ښوونځي ته هم ځم، خو د ځان او کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو په موخه د پلازمېنې سړکونو ته راغلم، څو د لیني موټرو سپرلي پوره کړم.»

د ناچارۍ تر څنګ، هېواد کې د افغان ماشومانو د ملاتړ یوه میکانېزم نه موجودیت لامل شوی چې د ماشومانو کار په ټولنه کې بېخي عادي وګرځي او له کبله یې ګڼ‌شمېر ماشومان له زده‌کړو او د ماشومتوب له نړۍ څخه بې‌برخې پاتې شي.

امید هم هغه ماشوم دی چې هره ورځ د ښاري موټرو ډکولو لپاره نارې وهي. هغه وايي: «موږ د خپلې کورنۍ لپاره د اړتیا وړ خوړو برابرولو په موخه سړکونو ته راوتلي یوو، خو اړ یوو چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره په ساعتونو د موټرو ډکولو لپاره نارې ووهو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

امید په سړو او تودوخه کې د سړک پر سر د نارې وهلو تر څنګ، د اسلامي امارت له ځواکونو هم شکایت کوي او وايي: «موږ له اسلامي امارت څخه غواړو، څو هغه ماشومان چې اړ دي، ونه نیسي او پوښتنې ګروېګنې ترې ونه کړي او باید ماشومانو ته د ژوند ښې اسانتیاوې برابرې شي.»

د نړیوالو بنسټونو د شمېرو پر بنسټ، اوس له دوو میلیونو ډېر افغان ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي چې ځینې وخت ان د ژوند له ګواښ سره مخامخ کېږي یا یې سلامتیا ته زیان رسېږي. د ماشومانو د ملاتړ سازمان تر دې مخکې ویلي و چې افغان کورنۍ د لوږې له امله د خپلو اړتیاوو پوره کولو په موخه ماشومان سختو کارونو ته لېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام