Asset 1SWN

د پاکستان د دفاع وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري کابل ته راغلی

FpjoX0qXgAA87aP

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف په یوه نااعلان شوي سفر نن چهارشنبه د کب درېیمه د یوه لوړ‌پوړي پلاوي په مشري کابل ته راغلی دی.

خواجه محمداصف د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د دفاع وزارت سرپرست یعقوب مجاهد او یو‌شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي عبدالغني برادر له خواجه‌اصف سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

په لیدنه کې ټينګار شوی چې د اسلامي امارت حکومت او پاکستان ښې سوداګریزې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او د دوام غوښتنه یې شوې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت لیکلي: «په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې اړیکې ولري.»

په ورته مهال د پاکستان د دفاع وزیر په مشري پلاوي سره د اسلامي امارت د چارواکو په لیدنه کې دا هم ویل شوي چې اقتصادي مسایل دې له سیاست لرې وساتل شي.

په همدې حال کې د دې لیدنې پر مهال له پاکستاني لوري غوښتنه شوې، څو هغه افغانان چې دغه هېواد کې بندیان دي، ژر تر ژره ازاد کړل شي. بل‌خوا پاکستاني پلاوي د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د دفاع وزیر په یوه نااعلان شوي سفر افغانستان ته راځي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د ای‌اېس‌ای مشر فیض حمید او یو‌شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم کابل ته راغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام