
افغانستان او هند د ۸۹۰ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن (سهشنبه، ثور ۹) رسنیو ته استولې ویډیو کې ویلي، تېر لمریز کال ۱۴۰۳ له هند

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن (سهشنبه، ثور ۹) رسنیو ته استولې ویډیو کې ویلي، تېر لمریز کال ۱۴۰۳ له هند

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظاماني سره لیدلي. د

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د مرستیال په مشري د دغه هېواد د خصوصي سکټور او سوداګرو ۴۰ کسیز پلاوي کابل ته د خپل درېورځني سفر پر مهال د ا.ا د بېلابېلو وزارتونو له چارواکو سره په جلا جلا کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو هوکړهلیکونو پر عمليکېدو ټینګار کړی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي، قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان پر صادراتو تعرفه ۵۰ سلنه کمه کړې ده.
د نوموړي په وینا، دا هوکړه په قزاقستان کې د شمالـسوېل فارمټ غونډې په څنډه کې د دغه هېواد له چارواکو سره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په لیدنه کې شوې ده.

د افغانستان او پاکستان په ټرانزیټي لارو کې په لنډمهاله سندونو د سوداګریزو موټرو له تګراتګ څخه د نږدې یوې اوونۍ په تېرېدو سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، پر دغو لارو د سوداګریزو توکو د لېږدوونکو لاریو تګراتګ ډېر شوی دی.

د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلاموطندار ته ویلي چې د اسیا شمال له سوېل سره نښلول، د ټرانزیټ او ټرانسپورټي لګښتونو کمول او د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د ګډې تخنیکي کمېټې جوړول د دې غونډې د اجندا مهمې برخې وې.

په کابل کې د افغانـقزاق دوهورځنی ګډ نندارتون نن پنجشنبه د ا.ا او قزاقستاني چارواکو په ګډون سره پرانېستل شو.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبد.الغني برادر د افغانـقزاق نندارتون پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، یاد نندارتون د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د تجربو شریکولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.

له هغه وروسته چې د ایران د سوېلي خراسان د ګمرک عمومي مدیر وویل چې له دې لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو ټرانزیټ درې برابره زیات شوی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان هم وايي چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې د افغانستان تر نیمايي زیات واردات د ایران د چابهار او عباس بندر له لارو کېږي.

په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست عبدالرحمان نظاماني پرون د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې مهمې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، یاده لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په اړه هم خبرې شوې دي.

د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیاوې برابرې او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره هڅې وکړي. نوموړي دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر دانیارامان ګلدیف سره په لیدنه کې د افغانستان او قرغزستان د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي، څو د هغو سوداګریزو توکو لګښت کم کړي چې د قرغزستان له لارې چین ته لېږدول کېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې یو اوزبکستانی پلاوی نن سهار (د لړم اوومه، د یکشنبې ورځ) کابل ته راغلی دی. د خبرپاڼې پر بنسټ، د اوزبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجهبوف د دغه پلاوي مشري کوي او د یاد هېواد د سوداګرۍ او کانونو او ټرانسپورټ وزارتونو وزیران، خپلواک رییسان او سوداګر په دغه شاوخوا ۴۵ کسیز پلاوي کې شامل دي.

یوه ډله چینایي سوداګر د پکتیا او خوست د جلغوزیو پېرلو او چین ته یې د لېږدولو په موخه د لومړي ځل لپاره پکتیا ته تللي دي.
د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوول حسیب ګردېزی د جلغوزیو پېرلو لپاره دغه ولایت ته د بهرنیو سوداګرو ورتګ مهم بولي او وايي، په دې سره به د جلغوزیو سوداګري لا پراختیا ومومي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د تېرې شنبې په ورځ یې کابل ته د اوزبکستان او متحده عربي اماراتو له راغلیو پلاویو سره د غونډې پر مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر جوړېدو او پراختیا هوکړه کړې ده.

د اوزبکستان د سوداګریزو چارو یو پلاوی د تېرې شنبې په ورځ له ا.ا او خصوصي سکټور سره د دواړو هېواونو ترمنځ د دوهاړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه کابل ته راغلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده سلاموطندار ته وايي چې دغه طرحه به په لومړي پړاو کې د شپږو میاشتو لپاره په ازمایښتي توګه پلې او دې موده کې به یې د افغانستان پر کورني بازار د اغېزو تر ارزونې وروسته د دایمي پليکېدو په تړاو ګامونه واخیستل شي.