Asset 1SWN

د ا.ا او قرغزستان د سوداګرۍ وزیرانو د سوداګرۍ د ګډې خونې پر جوړېدو هوکړه کړې

111111-qittzayexzrrd0k20ob05g41eop08jqqijwrkwsdjc

د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر دانیارامان ګلدیف سره په لیدنه کې د افغانستان او قرغزستان د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي، څو د هغو سوداګریزو توکو لګښت کم کړي چې د قرغزستان له لارې چین ته لېږدول کېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد سلام‌وطندار ته ویلي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سوداګریزې راکړې ورکړې پر زیاتېدو او د افغانستان‌-‌قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې پر جوړېدو هوکړه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «موږ د قرغزستان له لارې د نوې لارې په پرانېستل کېدو سره کولای شوو چې خپله سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړو، ژرترژره له یوې لویې لارې او کمربند سره ونښلول شوو، په شویو لیدنو کې د افغانستان د کانونو او صنایعو لپاره د بازارموندنې په ګډون، په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.»

بله‌خوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له دانیارامان ګلدیف سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان تیار دی چې د «کاسا زر» پروژې عملي چارې پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، متقي په دې لیدنه کې له قرغزستاني پلاوي څخه غوښتي، څو د هغو افغان سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي چې د دغه هېواد له لارې چین ته سوداګریز مالونه لېږدوي.

نوموړی زیاتوي: «ښاغلي ګلدیف وویل چې په افغانستان له وروستي مثبت بدلون وروسته په بېلابېلو برخو کې د ګډ کار فرصتونه پیدا شوي. د بهرنیو چارو وزیر د سوداګرۍ د پراختیا لپاره افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګريزو اړیکو پراختیا او د قرغزستان له خوا افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول د افغانستان د سوداګرۍ په ګټه بولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وايي: «سوداګر له دې وروسته کولای شي له چین او قرغزستان څخه د افغانستان وارداتي توکي افغانستان ته راورسوي. دا ښه خبر دی او هیله‌مندي شته چې سوداګریز مالونه په لږ موده کې له ډېرو اسانتیاوو سره افغانستان ته راورسېږي.»

افغانستان په دې وروستیو کې هڅه کوي چې د پاکستان له لارې خپله سوداګریزه اړتیا را کمه او پر ځای یې، له ایران، چین او د مرکزي اسیا هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د شمېرو پر بنسټ، د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د افغانستان کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه یو میلیارډ ډالرو ته رسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام