Asset 1SWN

درېوو هېوادونو په کاسا۱۰۰۰ پروژه کې د افغانستان د فعالې ونډې غوښتنه کړې

n00281890-b

د تاجکستان، قرغزستان او پاکستان د برښنا وزیرانو د کاپ۲۸مې غونډې په څنډه کې له افغانستان څخه غوښتي چې د برښنا د لېږد په کاسا۱۰۰۰ پروژه کې فعاله ونډه واخلي. دوی په اعلامیه کې لیکلي: «موږ غواړو چې په افغانستان کې د کاسا۱۰۰۰ پروژې کار بیا پیل کړو؛ ځکه د افغانستان له ګډون پرته به دا پروژه خپل ارزښت له لاسه ورکړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کاسا۱۰۰۰ پروژه هغه پلان دی چې له مخې به یې له تاجکستان او قرغزستان څخه ۱۳۰۰ مېګاواټه برښنا افغانستان او بیا پاکستان ته رسېږي او ۵۶۲ کیلومتره له افغانستان څخه تېرېږي.

په همدې حال کې د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وايي چې په افغانستان کې د کاسا۱۰۰۰ د برښنا د لېږد پروژې ۵۰ سلنه کار بشپړ شوی او د دې پروژې د بیا پیل لپاره هڅې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند مطېعالله عابد وايي، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره طرحه کابینې ته لېږل شوې، څو یې د خصوصي سکټور پر مټ عملي کړي او په خبره یې، ۴۵ میلیونه ډالره ګټه یې افغانستان ته رسېږي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د يادونې ده چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې پلان په ۲۰۰۵ کال کې د سيمه‌ييزو اقتصادي همکاريو په کنفرانس ريکا کې وړانديز شو او ټاکل شوې وه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې عملي شي، خو لا هم د دې پروژې کار نه‌دی بشپړ شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام