د راپورونو پر بنسټ د اسیا پراختیايي بانک چې د ټاپي پروژې له تمویلوونکو څخه ده، د اسلامي امارت تر رسمیت پېژندو پورې د دغې پروژې د پیل چارې وځنډولې، اوس د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمین‌زاده وایي، دا چاره به په نورو سترو اقتصادي پروژو هم اغېز وکړي.

هغه وویل، د ټاپي، کاسا زر، د مس‌عینکو کان او دې ته ورته د نورو لویو اقتصادي پروژو پلي کولو لپاره د سترو هېوادونو او نړیوالو بانکونو مرستې اړینې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کانونو او صنایع خونې رییس هم د اسلامي امارت له رسمیت پېژندو پرته پر دغو پروژو کار ناشونی بولي او وایي، د حل لارې یې دا دي چې حکومت باید افغان پانګوالو ته زمینه برابره کړي، څو وکولای شي، د اوس لپاره په منځنیو پروژو کار پیل کړي.

هغه زیاتوي، ځینې هېوادونه شته چې د هغوی د پانګوالو او ټکنالوژۍ په مرسته افغان پانګوال دا کار کولای شي.

نوموړي وویل: «له افغان پانګوالو او حکومت نه زما هیله دا ده چې دوی کوم حرکت باید شروع کړي، ان که دا حرکت ۶۰ یا ۵۰ سلنه هم بریالي وي، باید پیل یې کړي. ما وخت په وخت د اسلامي امارت مشرانو ته دا وړاندیز کړی چې په خپله باید کار پیل کړو.»

د چارو کارپوهان هم د نړیوالو له خوا د اسلامي امارت تر رسمیت پېژندو پورې، پر سترو اقتصادي پروژو د کار پیلول ستونزمن بولي.

د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مومند وایي، سره له دې چې اسلامي امارت ګڼو هېوادونو سره تعامل او اړیکې لري، خو ترهغه چې رسمآ په رسمیت نه وي پېژندل شوی، نه‌شي کولی نورو هېوادونو او بنسټونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري او ورسره تړونونه لاسلیک کړي.

د نړیوالو چارو بل کارپوه خپلواک ځاځی هم ورته نظر لري او وایي، ترهغه چې امریکا افغانستان په رسمیت نه‌وي پیژندلی، امکان نه‌لري، چې نور هیوادونه دې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.

ده وویل، امریکا پر ځینو نړیوالو سازمانونو او بانکونو پانګونه کړې او هغوی هم د امریکا ګټو ته ژمن دی، نو ترهغه چې د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې ستونزه نه‌وي حل شوي، د سترو پروژو د کارونو پیلېدل ناشوني دي.

خو د هغه په وینا، اسلامي امارت باید د لویو اقتصادي پروژو د کار پیل لپاره، ځینو سترو هیوادونو ته قناعت ورکړي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «یوشمېر سازمانونه د امریکا تر نفوذ لاندې دي چې پرته د امریکا له خوښې، نشي کولی عمل وکړي. خو یوشمېر داسې سازمانونه هم شته چې کولی شي په اوسنیو شرایطو کې د افغان ولس او نظام لاسنیوی وکړي. یوه بېلګه یی هم د ګوېکس اقتصادي سازمان دی چی له پنځو هېوادونو «برازیل، روسیې، چین، هند او سوېلي افریقې څخه جوړ دی.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وو، ډیر ژر به د ټاپي او د مس‌عینک کان په ګډون د یوشمېر پروژو کارونه پیل شي. د اقتصادي چارو شنونکو هم پر ټاپي، د مس‌عینک کان او په ورته نورو پروژو د کار پیلېدل، د هېواد په اقتصادي وضعیت کې د ستر بدلون په معنی بللی وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دوی په وینا، په دغو پروژو کې به زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي او ترڅنګ به یې د دولت بودیجې ته په ملیونونه ډالره ور زیات او ټولنیزو اسانتیاوو ته لاره هواره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام