د کانونو او پطرولیم وزارت چارواکي وايي چې ډېر ژر به د افغانستان په خاوره کې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د طبیعي ګازو د نل‌لیکې د تېرېدو عملي چارې پیل شي.

شهاب‌الدین دلاور نن په کابل کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وفا حاجي‌یوف سره په یوې ګډې خبري ناسته کې وویل چې ټاپي پروژه د افغانستان، پاکستان او هند لپاره یوه بنسټیزه پروژه ده چې چارې به یې ډېر ژر بېرته پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کانونو او پطرولیم چارسمبالي زیاته کړه چې هېواد کې څلوېښت کلنه جګړه د دې لامل شوې وه چې د دغه راز پروژو د پلي‌کېدو مخه ونیسي.

نوموړي وویل: «زموږ مجلس د ترکمنستان لوړپوړو چارواکو سره دی چې موضوع یې د تاپي پروژې د کار بېرته پیلېدل دي او په دې کې د دواړو خواو څخه اطمینان ورکول شو چې د دې پروژې د عملی کولو لپاره جدي اقدامات ترسره شي او موږ د دې پروژې د امنیت لپاره پوره ډاډ ورکړی. وروسته له ۴۰ کاله جګړې، اوس سرتاسري امنیت موږ ته برابر شوی او د دې وخت دی چې داسې لویې پروژې په خپل وطن کې عملی کړو.»

د شهاب‌الدین په وینا، افغانستان د طبیعي سرچینو له اړخه یو بډایه هېواد دی او اسلامي امارت په پام کې لري چې د لویو پروژو په پلي‌کولو سره افغانستان ځان‌بسیاینې ته ورسوي.

نوموړي همداراز وویل چې د امو، مس عینک او د څو نورو لویو او کوچنیو پروژو د پلي‌کولو چارې پیل شوي دي.

د ټاپي پروژې هوکړه‌لیک په ۱۳۹۶ کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو، خو په افغانستان کې د ناامنیو له کبله یې چارې تراوسه نه دي پیل شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاپي پروژه د سیمې څلورو هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان ډېرې اقتصادي، امنیتي او ټولنیزې ګتې لري چې ورسره به افغانستان د دغې پروژې له حق‌الغبور څخه هر کال له ۴۰۰ تر ۵۰۰میلیونه ډالرو پورې عاید ولري.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام