د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف چې نن کابل ته راغلی، د افغانستان له رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخوند او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې په یادو ناستو کې د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي مسایلو ترڅنګ، پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.

د نوموړي په وینا، په دغو لیدنو کې د ټاپي پروژې پر ژر پیل او د ترکمنستان‌-جوزجان او ترکمنستان‌-هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو هم هوکړه شوې ده. دغه راز، له ترکمنستان څخه هرات د ۵۰۰ ولټه برښنا مزي پر لېږد هم خبرې شوې دي. مجاهد وايي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې په اوسنیو سختو شرایطو کې به له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې رشید مرادوف د دغه وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره هم لیدلي دي. په دې لیدنه کې هم د اقتصادي پروژو پر ژر پیل ټینګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت عبدالقهار بلخي وايي چې مرادوف په یاده لیدنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره دوامداره همکاریو ته ژمن دی او په خبره یې، دغه هېواد د دواړو لوریو ترمنځ پر پولې د شته امنیت او سوداګرۍ په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري اژانس څو ورځې مخکې د اسلامي امارت د چارواکو له قوله لیکلي و چې د ترکمنستان چارواکي به په دې اوونۍ کې کابل ته راشي او د ټاپي پروژې د چارو پر پیل به خبرې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

دا نل‌لیکه چې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ترکمنستان د افغانستان له لارې له پاکستان او هند سره نښلوي. تمه ده چې د دې پروژې په جوړېدو سره هر کال ۳۳ میلیارډه مترمکعب طبیعي ګاز د نړۍ د ګازو له دویم ډګر ګالکینیش څخه د پاکستان پولې ته نږدې د هند فضلیکا ښار ته ورسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام