کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار له سفر وروسته د دغه هېواد حکومت ویلي، له اسلامي امارت سره د کرښې په عبوري سیمو کې د اسانتیاوو د زیاتولو لپاره په ملي کچه د همغږۍ میکانیزم جوړوي.

د پاکستان حکومت د اطلاعاتو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کرښې په عبوري سیمو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو ډېرولو په موخه له اسلامي امارت سره  دې هوکړې ته رسېدلي چې د همغږۍ یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشري د تللي پلاوي په وروستي سفر کې شوې ده. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف او ورسره مل پلاوی یې د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راغلي وو.

د رپوټونو پر بنسټ، معید یوسف کابل ته د سفر پرمهال د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا له دویم مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره لیدنې درلودې.

په ورته مهال خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستاني پلاوي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له اسلامي امارت سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ له پیسو پرته پر راکړې ورکړې یا بارټر هم هوکړه کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خبرپاڼه کې همداراز افغانستان ته د پاکستان د بشري مرستو په اړه ډاډ ورکړل شوی او ویل شوي چې دغه هېواد به له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې جاري ساتي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام