د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد چارواکو ته لارښوونه کړې چې په طبي، ټکنالوژۍ، حسابداري او مالي چارو کې روزل شوی بشري ځواک افغانستان ته واستوي. د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د دغه کار موخه په افغانستان کې د بشري ناورین د پېښېدو مخنیوی بلل دی.

عمران له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې چې د افغانستان د اقتصاد پاشلتیا څخه د مخنیوي لپاره باید له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، په داسې حال چې افغانستان د نورو هېوادونو کاري ځواک ته اړتیا نه لري، پاکستان هڅه کوي د سیمې په کچه د افغانستان وضعیت خورا خراب وښايي او له دغه وضعیت څخه ناوړه استفاده وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار اکبري د پاکستان دا پرېکړه چې افغانستان ته کاري ځواک استوي، له دښمنۍ ډکه پرېکړه بولي. نوموړي زیاتوي چې پاکستان تل هڅه کړې، په یوه ډول نه یوه ډول د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او ځان د افغانستان په سیاست کې وویني.

د ټولنیزو رسنیو افغان فعالانو د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانان د سیمې په کچه بشري ځواک لري او د بل هېواد په ځانګړې توګه د پاکستان بشری ځواک ته اړتیا نه لري، بلکې هیڅ راز مرسته هم ترې نه غواړي.

د هغه په خبره، دغه کار د پاکستان په ګټه دی او غواړي په سیمه کې ځان لوی او ستر وښايي. ومو غوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت د چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو په دې اړه څوک ځوال ویلو ته حاضر نه شول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی و چې اسلامي امارت د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دی او د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره یې له پاکستان څخه د مرستې غوښتنې کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام