په دې وروستیو کې د پاکستان او اسلامي امارت چارواکو ترمنځ پر ډیورنډ  فرضي کرښه د پاکستاني پوځ له‌خوا د اغزن تار غځولو او د هېواد پر ختیځو سیمو د راکیټي بریدونو پر سر ناندرۍ زیاتې شوي دي.

د چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې پاکستان په دې کړنو سره غواړي، د اسلامي امارت حکومت کمزوری کړي او خپل ولس او نړیوالو ته وضعیت ناسم وښایي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مهمند وایي، پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مسله یوازې اسلامي امارت پورې نه، بلکې ولس پورې اړه لري او باید پر وړاندې یې ودرېږي.

هغه وویل، پاکستان اقتصادي ناورین سره مخ دی او غواړي ډیورنډ مسلې ته د خپل ولس او نړیوالو پام په اړولو سره، په نړیواله کچه د ځان په ګټه کار وکړي، څو افغانستان سره کېدونکې مرستې، د دوی له لارې وشي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «په دې مسله کې د نړیوالو پام ځان ته ور اړوي او دوی نوره لابي‌ګري کوي. اوس اصلي مسله همدا ده هغه بشري مرستې چې افغانانو سره کېږي، پاکستان غواړی زمونږ بانکونه فلج شي او بلاخره د دوی د بانکونو له‌خوا مونږ ته دا مرستې را ورسېږي چی ټکس او مالیه به یې دوی اخلي او بلاخره به ۶۰ یا ۵۰ سلنه مونږ ته راځي، نور به د دوی بودیجې ته ورځي.»

د چارو بل شنونکی محمد حسن حقیار وايي، پاکستان د افغانستان روان وضعیت څخه په ګټې اخیستو چې اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او اقتصادي او سیاسي کړکېچ سره مخ دی، نه یوازې پر ډیورنډ کرښه، بلکې تر کرښې دې‌خوا یې د اغزن تار غځول پیل کړي.

هغه وویل، پاکستان اوس په قوي دریځ کې دی، خو که د زور له لارې د اغزن تار غځولو ته دوام ورکړي، بریالی کېدی ځکه نه‌شي چې د کرښې د دواړو غاړو ولسونه به یې پر وړاندې ودرېږي.

نوموړي زیاته کړه: «واقعیت دا دی چې پاکستان تر۵۰ کیلومتره ډېر په ننګرهار کې تر کرښې را تېر شوی او افغانستان کې کمزوري حکومتونه وو، د کمزوری سزا همدا وي. د پاکستان ترې حیا نه کېږی. اوس چی د اسلامي امارت حکومت جوړ شوی، سره له دې چې ستونزې ډېرې دي او دا حکومت هم دومره قوي نه دی، خو په وطن سوداګري نه‌کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان او د اسلامي امارت چارواکو ویلي وو، پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو ستونزه به د خبرو له لارې حل کړي. خو پرون د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، د اغزن تار په غځولو یې ډېره وینه تویه شوې او هر څنګه چې وي، دا پروژه به بشپړ‌وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام