د بغلان د مرکز پلخمري ښار اوسېدونکي وايي چې د دغه ښار په لومړۍ ناحیه کې پر سیند د پُل نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پلخمري ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې کلونه وړاندې په لاس جوړو شویو او غیرمعیاري کښتیو څخه په استفادې له سیند څخه اوړي راوړي چې کله ناکله یې کښتې په اوبو کې ډوبېږي او خلک په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی د اسلامي امارت له سرپرست حکومت او د بغلان له محلي مسوولانو غواړي چې پر یاد سیند دې پُل جوړ او د دوی ستونزې دې هوارې کړي.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي عبدالحیات سلام‌وطندار ته وویل: «کله چې اوبه ډېرې شي دغه ځای ډېر خطرناک وي چې زموږ څو ګاونډیان اوبو هم وړي دي. که ناروغ راته پیدا شي، د شپې له‌خوا موټر نشته، که دلته موږ ته پُل جوړ شي موږ به خيل ناروغ ژر روغتون ته ولېږدوو.»

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی نوراغا وايي، هره ورځ په وېرې سره د غیرمعیاري کښتیو په وسیله له سیند څخه اوړي، څو ځان ښوونځي ته ورسوي.

له دې سره، د بغلان ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت ته د پراختیايي بودیجې نه ځانګړي کېدو له امله نشي کولای، د خلکو دغه ستونزه حل کړي.

د بغلان د والي ویاند علم مجیدي وویل: «لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده د اوس لپاره پراختیايي پروژې نشته. په راتلونکې کې انشاالله ټولې ملي او محلي ادارې هڅې کوي چې دې وطن او دردېدلو خلکو سره مرسته او خدمت ورته وکړو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پلخمري ښار لومړۍ ناحیه کې د سیند کیڼ لور ته د سیمې اوسېدونکي د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې هرڅه ژر پر سیند پُل جوړ کړي، څو د خلکو ستونزې او سیند کې د زده‌کوونکو د ډوبېدو خطر له‌منځه لاړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام