عبدالجبار چې شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې له پاکستان څخه په زوره را ایستل شوی او هېواد ته له خپلې کورنۍ سره راغلی وايي، د اوسېدو ځای نه لري او په سړه هوا کې له خپلو ماشومانو سره په خیمه کې ژوند کوي.

د نوموړي په خبره، واړه ماشومان يې هم ناروغان شوي چې د درملنې لپاره یې امکانات هم نه لري. هغه زیاتوي: «ژمی را روان دی. اوس نو په ترپال کې ګوزاره کېږي؟ که یو سړی کولای شي، خو تاسې ووایاست. د ۲۱ میاشتو بچی مې دی، دا دي ۱۲ پنسلین ستنې (پیچکارس) مې ورکړي چی ځکر یې خراب دی. له زموږ سره ډېرې مرستې نه‌دي شوي. له موږ سره ۲۳ زره افغانۍ مرسته شوې چې هغه ټولې لګول شوي. موږ د کرايي کور وسه نه لرو چی یوځای په کرایه واړوو، نه د یوه ترپال د خېمې وس لرو چې ځان ته یې پیدا کړو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یوشمېر نور کډوال هم چې افغانستان ته نوي راستانه شوي، له ورته ستونزو سره مخامخ دي. دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د نورو لومړنیو مرستو تر څنګ دې د اوسېدو ځای ورته برابر کړي؛ ځکه په خبره یې، ژمی را روان دی او په خیمو کې ژوند نه‌شي کولای.

یو کډوال نورولي وايي: «اوس موږ په ټاټو کې پراته یوو. موږ د کرایې وسه نه لرو، داسې ډېر کسان شته چې د کرایې سرای نه پیدا کېږي، د بزګرۍ سرای نه پیدا کېږی، ټول په خېمو کې پراته دي. نو له حکومت څخه زموږ دا غوښتنه ده چې موږ د ژمي لپاره پر دنیا هېڅ نه لرو. له موږ سره دې مرستې وشي.»

په ورته وخت کې د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي، له تازه راستنېدونکو کډوالو سره يې د نغدو پیسو تر څنګ، د جامو، خېمو، طبي توکو او ورته نورو اړینې توکو مرستې کړې دي.

په کندهار کې د کډوالو چارو ریاست د بیا مېشتېدنې آمر نعمت‌الله الفت په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «د کډوالو ریاست له‌خوا د دوی لپاره تر ډېره اسانتیاوې او امکانات برابر شوي دي. کوم کمپ چې ورته په پام کې نیول شوی و، تر ډېره بشپړ شوی او دغه کمپ د تر لسو زرو کورنیو پورې ظرفیت لري. هغه کسان چي د اوسېدو ځای نه لري او یا خپلو ځایونو ته نه‌شي تللی، د لنډې مودې لپاره به هلته ځایونه ورکړل شي. هلته د دوی لپاره د خوراک، روغتیا، د دوی د بچیانو د ښوونې او روزنې او نورې اسانتیاوې برابرې دي.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان له افغان کډوالو څخه د فشار په توګه کار اخلي او په خبره يې، غواړي چې پر سرپرست حکومت خپلې غوښتنې ومني. د سیاسي چارو شنونکی صفي‌الله عزیزي په دې اړه وايي:

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

«پاکستان له افغان کډوالو سره ناقانونه عمل کړی او د هغوی شتمني او د کور ټول وسایط او وسایل یې ترې نیولي دي. دوی په دې سره خپلو موخو ته ځان رسوي، خو نړیواله ټولنه باید د پاکستان د دغه کار پوښتنه وکړي چې د کوم قانون له مخې یې د خلکو شتمني ضبط کړې ده.»

پاکستان په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د را اېستلو پرېکړه کړې او تر اوسه یې څو سوه زره افغانان را اېستلي هم دي. که څه هم ګڼ‌شمېر نړیوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دې پرېکړې نیوکه کړې او هغه یې د نړیوالو قوانینو خلاف بللې، خو دغه هېواد د افغان کډوالو د را اېستلو بهیر ته دوام ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام