د بښنې نړیوال سازمان وايي چې پاکستان له دغه هېواده د افغان کډوالو له اېستلو سیاسي ګټهاخلي او ژر تر ژره دې د کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.
دې سازمان په یوې خبرپاڼه کې د افغان کډوالو ساتنې لپاره د مرکزونو پر جوړېدو هم نیوکه کړې او په وینا یې، دې مرکزونو کې د مدافع وکیلانو او د کډوالو د کورنیو غړیو سره د اړیکې نیونې حق ترې اخیستل شوی دی.
له دې سره هممهاله، پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، هغو کمپونو ته چې افغان کډوال پهکې افغانستان ته د ستنېدو لپاره ساتل کېږي، لاسرسی نهلري.
پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست سرداراحمد شکېب وویل: «دوه ډوله مرکزونه دي، په یوه کې یې د کډوالو بایومټریک کېږي، اسنادونه یې کتل کېږي، موږ ترې لیدنه وکړه او د پخوا په پرتله اسانتیاوې برابرې شوي، ځکه موږ خبرې وکړې چې دا ستونزې باید حل شي، خو هغو کمپونو کې چې کډوال اوسېږي، لاسرسی ورته نهلرو.»
وروسته له هغې چې د پاکستان لنډمهاله حکومت وویل، د نومبر له لومړۍ وروسته د یو میلیون او ۷۰ زره ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیلوي، یوشمېر نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له پاکستانه غوښتي چې پر خپلې دغې پرېکړې بیاکتنه وکړي.
له دې سره د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد وايي، هېواد ته د افغانانوستنېدل به لامل شي چې د افغانستان پر وړاندې له هغوی څخه ګټه اخیستنه پای ته ورسېږي.
«یو ښه فرصت دی چې کډوال راشي، ځکه هره ورځ دوی له ستونزو سره مخ دي، که نن ورته اسانتیاوې برابرې شي، راتلونکو ورځو کې به ستونزې ورته رامنځته کېږي او د کډوالو له شتون د فشار وسیلې په توګه استفاده هم کېږي، ښه ده چې وطن ته راشي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
پاکستان کې د افغان سفارت د شمېرو پر بنسټ، د نومبر له دویمې تر دې مهاله شاوخوا ۲۵۰زره افغانان په خپله خوښه او زور د سپینبولدک او تورخم له لارو افغانستان ته ستانه شوې دي.