Asset 1SWN

ایران هره ورځ ۸زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي

gettyimages-1236491639-594x594-1

غلام‌نبي تېر کال په ناقانونه توګه ایران ته د کار کولو لپاره تللی و. هغه وايي، دغه هېواد کې د اوسېدو اړوند قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله د یاد هېواد پولیسو په زور د نیمروز له لارې افغانستان ته اړولی دی.

غلام‌نبي وايي، درې ورځې د پولیسو په بند کې و او له هغه وروسته یې په زور افغانستان ته ستون کړی دی. «زه سهار کار ته روان وم چې لاره کې د پولیسو پر ګزمې برابر شوم، ونیول شوم او له درې ورځې بند وروسته یې افغانستان ته وګرځولم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمدعارف هم چې تازه ایراني پولیسو د هرات اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته راګرځولی، د دغه هېواد د پولیسو له ناوړه چلن شکایت کوي. نوموړی وايي، دومره څه نه‌لري چې بېرته خپل کور ته پرې ستون شي.

«موږ سره یې ډېر بد چلن وکړ، څو ورسره بندیان یو او افغانستان ته یې ستانه کړو، اوس هرات کې یو او دومره څه نه‌لرو چې بېرته خپل کور ته لاړ شو.»

د هرات او نیمروز ځايي مسوولان وايي، دې وروستیو اوونیو کې ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ نږدې ۸ زره افغانان هرات کې د اسلام‌کلا او نیمروز کې د ورېښمو پُل له لارې افغانستان ته راګرځول کېږي.

د اسلام‌کلا بندر کې د کډوالو چارو سرحدي امر عبدالله قیومي وویل: «له دې وړاندې میاشتو کې له ایران د جبري کډوالو شمېر له ۱۵۰۰ تر ۲۵۰۰ ته رسېده او اوس هره ورځ ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ کسان په جبري توګه ایرانه ایستل کېږي او ښايي لوړ شي.»

د نیمروز د ورېښمو پُل کمیسار محمدهاشم حنظله بیا وايي، هغه کډوال چې هره ورځ په زور له ایران راګرځول کېږي، د دوی له لوري خواړه او نغدي مرستې ترلاسه کوي. «هره ورځ له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ کسان راځي چې مرستې هم ترلاسه کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دامهال ایران کې درې میلیونه افغانان ژوند کوي، خو د ایراني چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، ایران د څه باندې ۵ میلیونه افغان کډوالو کوربه‌توب کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام