عبدالغني برادر د برښنا تولید برخه کې له ایران د همکاري غوښتنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایراني چارواکو سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواده د برښنا تولید برخه کې د همکاري غوښتنه کړې.

دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو اقتصادي، سیاسي او د امنیتي همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی. په همدې حال کې ایراني چارواکو  د افغان پلاوي سفر پر مهال ډاډ ورکړی چې افغانستان سره به په یادو برخو کې همکاري وکړي.

پاکستان کې د ټېک‌ټاک ویډیو جوړولو پرمهال دوو ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سیمه کې د ټېک‌ټاک ویډیو جوړولو پر مهال دوو ورونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې چې نن سه‌شنبه د نومبر اوومه یې خپور کړی ویلي، پېښه د خېبرپښتونخوا ایالت د کوهاټ په ګمګهول سیمه کې رامنځته شوې ده.

افغانستان نن نړیوال جام کې اسټرالیا سره لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اسټرالیا پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند د ډیلي په «وانګېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.