Asset 1SWN

خوست کې په نږدې درې میلیونه افغانیو د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل شوې

IMG-20231107-WA0021

د خوست د شمل‌خرم فرعي دریا حوزې مسولان وايي، نن سه‌شنبه د لړم ۱۶مه د ياد ولايت مرکز کې د دوه میلیونه او ۷۰۰زره افغانیو په لګښت د يوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل کړې.

په خوست کې د شمل‌خرم فرعي سينديزې حوزې رييس عبدالقيوم ثابت وايي، د یاد چکډېم د جوړېدو ټول لګښت د اوبو او برښنا وزارت له‌خوا ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وينا، د خوست په مرکز او ولسواليو کې د ۱۷ چک‌ډيمونو سروې او ډيزاين چارې شوي او د تدارکاتو پروسې له بشپړېدو وروسته به يې چارې پيل شي.

هغه زیاته کړه چې د یادو چکډېمونو له ډلې یې پنځه په مرکز او دولس نور يې په ولسواليو کې جوړېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وويل چې د يادو چک‌ډيمونو جوړېدل به د ځمکې لاندې اوبو کچې په راپورته کېدو او ځمکو خړوبولو لپاره ګټور تمام شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام