د اوبو او انرژي وزارت چارواکي وایي چې د لوګر په مرکز پلعلم، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۱۶میلیونه افغانیو په مالي لګښت د پنځه چکډمونو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د اوبو او انرژې وزارت وزیر عبدالطیف منصور پلعلم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د لوګر مرکز پلعلم او شپږو ولسوالیو کې سږ کال د ۱۴۷میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د مدیریت پروژې منظورې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
منصور زیاته کړه، له یادو پروژو څخه د پنځه چکډمونو کارونه نن پيل شول او په راتلوونکو درېوو میاشتو کې به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړي په وینا، لوګر کې د چکډومونو له جوړېدو څخه یې موخه د اوبو ذخیره کول، د سېلابونو مخنیوی او تر ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړول دي.
د لوګر والي ضیاالرحمن مدني، د اوبو کمښت د دغه ولایت د اوسېدونکو پر وړاندې لویه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چې تر ځمکې لاندې اوبو سطحه د پخوا په پرتله ټیټه شوې.
نوموړي د اوبو او انرژۍ پر وزارت غږ وکړ چې د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم د اوبو او برښنا بندونه جوړ کړي، څو د دغه ولایت اوسېدونکي د کرنیزو ځمکو کرکېلې لپاره اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
لوګر کې د اوبو او انرژې وزارت له لوري په مرکز پلعلم او برهکي برک ولسوالي کې دوه- دوه چکډېمونه او په خوښۍ ولسوالي کې یو چکډېم د ۱۱زره او دوه سوه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو په ظرفیت سره جوړېږي.