Asset 1SWN

وچکالي او افتونه؛ کروندګر: کښتونه مو د اوبو له کمښت سره مخ دي

Afghanistan Tarok Kolache

د وروستیو کلونو پر مهال هېواد کې اقلیمي بدلون او د اوبو کمښت کرنه زیانمنه کړې او کروندګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ا.ا د مشر له لوري په هېواد کې د کوکنار پر کښت له بندیز وروسته سږکال ګڼ‌شمېر کروندګرو په ځانګړې توګه د سوېلي ولایتونو کروندګرو پر خپلو ځمکو د کوکنارو پر ځای بدیل کښت کرلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر کروندګر سلام‌وطندار ته وايي چې د اوبو کمښت او طبیعي پېښې په ځانګړې توګه نباتي افتونه یې حاصلات د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

هلمند کې یو کروندګر عمران وايي، سږکال یې پر خپله کرنیزه ځمکه غنم کرلي، خو په وینا یې، د اوبو کمښت او د غنمو د کښت لوړ لګښت له امله به یې حاصلات کم وي.

نوموړي وویل: «سږکال ډېرو کروندګرو غنم کرلي. د غنمو کښت ډېرې ستونزې لري، لکه غنم د تریاکو په څېر ښه بازار نه‌لري او د غنمو لپاره اوبه نه‌لرو، موږ د خپلو ځمکو د اوبو لپاره ګاونډیو ته اړ شوو چې ژورې څاه‌ګانې وکیندو او سولر واخلو.»

دغه کروندګر همداراز زیاتوي چې د طبیعي پېښو په ځانګړې توګه وچکالۍ او سېلابونو مدیریت برخه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ورسره هېڅ راز همکاري او مرسته نه ده کړې.

پروان کې یوه کروندګر عبدالخبیر سلام‌وطندار وویل: «په سمه توګه باید سروې وشي. درمل باید په سمه توګه توصیه شي او هغه درمل چې وېشل کېږي، په سمه توګه نه وېشل کېږي. هغه چا ته ورکول کېږي چې اصلا ځمکې نه‌لري او کروندګرو ته نه ورکول کېږي.»

په ورته مهال د چاپېریال ساتنې او د اوبو سرچینو کارپوه عبدالباسط وايي، هېواد کې د وچکالۍ ستونزې ته د هواري برخه کې د اوسني حکومت تګ‌لاره به ستونزې لاپسې ډېرې کړي.

هغه وویل: «موږ چې د سېلاب او وچکالۍ مدیریت لپاره څه لرو، هغه کمېټه ده او باید سکټوري شي، څو د حکومت د ستراتېژو یوه برخه شي. د خبرداري سېسټم باید فعال شي، د سېلابونو د کنټرول سېسټمونه چې ذخیرې دي، له هغوی باید استفاده وشي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هڅه مو وکړه چې دې برخه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه‌شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام