Asset 1SWN

د کوکنارو د کرکېلې دوام؛ کروندګر: بدیل کښت نه لرو، کوکنار مو کرلي

Kooknar-q5zfgjtemnt756kmod62vue763oelficvwx0c1fte0

د هېواد په ختیځ، لوېدیځ، شمالي او سوېلي ولایتونو کې یوشمېر کروندګر وايي، سږ کال یې هم پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي؛ ځکه په وینا یې، د بدیلو کښتونو برخه کې ورسره مرسته نه‌ده شوې.

د لغمان ولايت يو کروندګر ګلاب وايي، د بدیل کښت لپاره د امکاناتو نه لرلو له امله يې سږ کال هم کوکنار کرلي وو، خو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت يې کښتونه له منځه یووړل. هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د بدیلو کښتونو لپاره ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګل‌مراد بیا د هېواد په شمال کې د یوه ولایت اوسېدونکی او کروندګر دی. نوموړی وايي، د بې‌وزلۍ، اقتصادي ستونزو او د بدیل کښت د نشتون له امله اړ شوي وو چې پر خپلو ځمکو کوکنار وکري، خو وايي، حاصل ته له رسېدو مخکې له منځه یووړل شول.

دغه راز، د هرات ولایت یو کروندګر عبدالله هم چې سږ کال یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي وو او وروسته د اسلامي امارت له لوري اړول شوي، غواړي چې د کوکنارو د بدیلو کښتونو د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې ورسره مرسته وشي.

د کندهار ولایت یو کروندګر حکمت‌الله بیا وايي چې سږ کال یې کوکنار کرلي وو، خو اسلامي امارت ورته له منځه وړي او اوس باید د بدیل کښت لپاره ورته امکانات برابر کړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب وایي، سږ کال یې په یوشمېر ولایتونو کې څه باندې زر هېکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

هغه زیاتوي: «سږ کال مو ۱۷۸۵ هېکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې او عملیات به مو روان وي. د کورنیو چارو وزارت په عملیاتو کې ۵۴۳ ټنه نشه‌يي توکي نیول شوي او د نشه‌يي توکو د تولید او پراسېس ۲۰۰ کارخونې له منځه وړل شوې دي.

بله‌خوا د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب‌الله احمدي وایي چې ډېر ژر به کروندګرو ته د بدیل کښت د وېش لړۍ پیل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی وايي: «د نشه‌يي توکو د کښتونو له منځه وړلو په موخه ۵۵۱۰ عملیاتونه شوي او د اسلامي امارت د مشر له فرمان راهیسې پر ۳۷۶۶ هېکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي چې موږ له منځه وړي او ډېر ژر به په ټول هېواد کې د بدیل کښت بهیر پیل شي.»

د یادونې ده چې د تېر کال په پسرلي کې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره په هېواد کې د کوکنارو او بل هر ډول نشه‌یي توکو پر کښت او قاچاق بندیز ولګاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام