افغانستان له شدیدې بې‌وزلي او لوږې سره د مخ هېوادونو په ډله کې دی

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ اووه هېوادونه له بې‌وزلي او شدیدې لوږې سره مخ شوي دي.

د یاد راپور پر بنسټ، په سومالیا کې ۵۷سلنه خلک له لوږې سره مخ و چې له ورته وضعیت سره افغانستان، بورکینافاسو، هایټي، نایجریا، سوېلي سوډان او یمن هېوادونه هم مخ وو.

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن کلکته نایټ‌راډرز له سنرایزر حیدراباد سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام کلکته نایټ‌راډرز لوبډله له سنرایزر حیدراباد سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د حیدراباد په راجېف ګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره وشي.

سیګار: د ا.ا له واکمنېدو راهیسې امریکا افغانستان ته ۲،۱ میلیارډ ډالر لېږلي

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې په یوه راپور کې ادعا کړې چې د ا.ا له واکمنېدو راهیسې تراوسه د امریکا حکومت افغانستان سره ۲.۱ میلیارډ ډالر مرسته کړې ده. له دې سربېره افغانستان کې د نړیوالو مرستو د لګښت څرنګوالي په اړه هم نیوکې شتون لري.

لوګر کې یو ۱۲کلن ماشوم له غره څخه لوېدلی او مړ شوی

د لوګر د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «جوزار» سیمه کې پرون چهارشنبه د غويي ۱۳مه یو ۱۲ کلن ماشوم له غره څخه لوېدلی او مړ شوی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ماشوم د جوزار ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکی و او له غره څخه د رالوېدو پېښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

میدان‌وردګ کې یوه ۷۰کلن کس ځان‌وژنه کړې

د میدان‌ وردګ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت بېګاه شپه یوه عمر خوړلي کس ځان‌وژنه کړې ده. پېښه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي د نخي درې اړوند «کوډۍ» کلي کې رامنځته شوې ده.

د میدان‌ وردګ د امنیې قومنداني له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کس شاوخوا ۷۰کاله عمر درلود او خپل ځان یې زندۍ کړی دی.