Asset 1SWN

افغانستان له شدیدې بې‌وزلي او لوږې سره د مخ هېوادونو په ډله کې دی

The-Taliban-Are-Losing-Some-of-Their-Cash-Cows

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ اووه هېوادونه له شدیدې بې‌وزلي او لوږې سره مخ دي.

د یاد راپور پر بنسټ، په سومالیا کې ۵۷سلنه خلک له لوږې سره مخ دي چې ورته وضعیت افغانستان، بورکینافاسو، هایټي، نایجریا، سوېلي سوډان او یمن هېوادونو کې هم رامنځته شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان داسې مهال د نړۍ د اوو بې‌وزلي او لوږې سره مخ هېوادونو په ډله کې راغلی چې دغه هېواد کې د وزګارتیا کچه لوړه شوې او خلک د کار په لټه دي.

یو‌شمېر افغانان وايي چې ورځنی عاید یې کم دی او نشي کولای، خپلې کورنۍ ته کافي خواړه برابر کړي.

د کابل اوسېدونکی اسلام‌قُل وايي، د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ورتر غاړې ده او له سهار تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ښار کې لاسي ګاډۍ چلوي، خو د یوه وخت ډوډۍ هم نشي پیدا کولای.

نوموړي وویل: «اته کسیزه کورنۍ لرم او سمنګان کې اوسېږي او ماته تمه لري چې یوه مړۍ ډوډۍ ورته پیدا کړم. ناروغي هم لرم او اته میاشتې کېږي چې درملنه یې هم کوم. د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ پیدا کوم چې وچه ډوډۍ هم پرې نه کېږي.»

د کابل د ګذرګاه سیمې اوسېدونکي سلیمان سلام‌وطندار ته وویل: «همدا سهار مې هم څه ونه خوړل، کور کې څه نه وو. نه ګاز و، نه د خوړو لپاره څه. داسې ورځې هم شوي چې درې څلور ورځې مو څه نه دي خوړلي.»

په ورته مهال د خوړو او کرنې سازمان په خپور شوي راپور کې همداراز راغلي چې د افغانستان په ګډون اووه هېوادونه د اوو کلونو په ترڅ له شدیدې بې‌وزلي او لوږې سره مخ وو چې یادو  هېوادونو کې د خوارځواکۍ پېښې هم زیاتې شوې دي.

خو د ا.ا مسوولان د خوړو او کرنې سازمان راپور ردوي او وايي چې نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بندیزونو لګولو او د افغانستان د شتمنۍ په کنګلولو سره هېواد کې د ناورین د رامنځته‌کېدو لامل شوې ده.

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل: «نړۍ دې هغه ستونزې حل کړي چې له ا.ا سره د ډيپلوماټیکو اړیکو د ټنګښت او د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې یې لري. سیاسي مسایل دې له بشري مسایلو لرې وساتي او پلمې دې نه کوي. له بشري مسایلو دې د ابزار په توګه استفاده نه کوي، اقتصادي ستونزې به هم حل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دغه راپور پر بنسټ، تېر کال په ټوله نړۍ کې ۲۵۸ میلیونه کسانو بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا درلوده چې له هغه د مخکې کال په پرتله ۱۹۳ میلیونه کسان زیات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام