Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې یوه ۷۰کلن کس ځان‌وژنه کړې

میدان وردګ

د میدان‌وردګ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې بېګاه شپه یوه عمر خوړلي کس ځان‌وژنه کړې ده. پېښه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي د نخي درې اړوند «کوډۍ» کلي کې رامنځته شوې ده.

د میدان‌وردګ د امنیې قومنداني له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کس شاوخوا ۷۰کاله عمر لري او خپل ځان یې زندۍ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې د یاد کس د کورنۍ له قوله راغلي چې نوموړي عصبي ناروغي لرله او له همدې امله یې ځان‌وژنه کړې ده. دا په داسې مهال دی چې د روانې اوونۍ د سه‌‌شنبه پر ورځ په ننګرهار کې هم یوه ۵۵کلن کس ځان‌وژنه کړې وه.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند عبدالبصیر زابلي سلام‌وطندار ته ویلي و چې پېښه سه‌شنبه د غويي ۱۲مه د دغه ولایت د مومندرې ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د زابلي په وینا، دغه کس چې رحیم‌داد نومېده، رواني ناروغي یې لرله او ځان‌وژنه یې کړې ده. د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند د یاد کس د کورنۍ د غړیو له خولې ویلي چې نوموړي په ټوپک ځان ویشتلی او وژلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم په یاد ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې د ځان‌وژنې پېښې رامنځته شوي چې مسوولانو یې لاملونه، کورنی تاوتریخوالی، رواني ناروغۍ او بې‌وزلي یاد کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام