روزګان کې له یوه کس لسګونه تاریخي اثار موندل شوي

د روزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کي یې د یوه کس له کوره، لسګونه تاریخي اثار موندلي دي.

د یاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر محمدافضل سید سلام‌وطندار ته وویل چې دغه اثار یې، له ډېرو هڅو وروسته موندلي او تر څېړنیو وروسته به یې تاریخي مخینه معلومه کړي.

میدان‌وردګ کې یوه ۷۰کلن کس ځان‌وژنه کړې

د میدان‌ وردګ امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت بېګاه شپه یوه عمر خوړلي کس ځان‌وژنه کړې ده. پېښه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي د نخي درې اړوند «کوډۍ» کلي کې رامنځته شوې ده.

د میدان‌ وردګ د امنیې قومنداني له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کس شاوخوا ۷۰کاله عمر درلود او خپل ځان یې زندۍ کړی دی.

روزګان کې د یوه کس جسد موندل شوی

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې د یوه کس جسد موندل شوی دی.

د روزګان د امنیې قومنداني ویاند مولوي سعدالله ذاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د یاد کس جسد یې د مرکز ترینکوټ ښار اړوند «سېناڼو» کلي کې د یوه کور په مېلمستون «مهمان‌خانه» کې پیدا کړی دی.

پروان کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی دی.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه شپه ۸:۳۰ د جبل‌السراج ولسوالي اړوند ګلبهار کلي کې د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا یو کس وژل شوی دی.

ټایلنډ کې یوه وسله‌وال کس ۳۴ کسان وژلي

په ټایلنډ کې رسنۍ وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه بنګاک کې یوه وسله‌وال کس د ماشومانو د ساتنې پر یوه مرکز برید کړی او د ماشومانو او لویانو په ګډون یې ۳۴ کسان وژلي دي.

لوګر کې یوه کس خپله مور وژلې 

د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اوسېدونکي وایي چې پرون د دغې ولسوالي په پنج پای سیمه کې یو کس خپل مور وژلې او خپله مېرمن یې ټپي کړې ده.