د غور امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د تیورې ولسوالي په «کچوی نیلي» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمن بدري سلام‌وطندار ته ویلي چې شخړه کې محمد نومی کس د عبدالحکیم له لوري وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د امنیې قومنداني ویاند زیاتوي چې عبدالحکیم نومي کس خپل ګاونډی له وسلې څخه په استفادې وژلی دی. د غور د امنیې قومنداني ویاند همداراز وايي چې قاتل د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

دغه پېښه په داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د شخصي او کورنیو ترمنځ د شخړو له امله ځینې کسان وژل شوي او یو‌شمېر بیا ټپیان شوي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام