د اسلامي امارت له راتګ سره هم‌مهاله د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې مرستونونه تړل شوي چې ماشومانو  یې درنو کارونو ته مخه کړې او له یوه نامعلوم برخلیک سره یې مخ کړي دي.

۱۵کلن پرویز له خپل کوچني ورور سره له سهار تر ماښامه د غور مرکز فیروزکوه ښار واټونو کې د خلکو بوټان رنګوي. له دې وړاندې له نوموړی د مستورې غوري مرستون کې ښه پالنه کېده او پر زده‌کړو بوخت و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پروېز وايي، وروسته له هغې چې دغه مرستون وتړل شو، هغه او نورو یتیمو ماشومانو دغه ځای پرېښود او اوس اړ شوي چې د ژمي په دې سړه هوا کې د خلکو بوټان رنګ کړي او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

هغه له مرستندویه بنسټونو غواړي چې د یاد مرستون د بیا پرانستلو په برخه کې مرسته وکړي، څو دوی وکولای شي، د تېر په څېر په‌کې خپلې زده‌کړې وکړي او له یادو ستونزو خلاص شي.

له پروېز پرته د مستورې غوري مرستون نور ماشومان چې پخوا به یې یاد مرستون کې ارام ژوند درلود او زده‌کړې به یې کولې، اوس د ښار پر واټونو لاسي‌توکي پلوري او یا هم سوال کوي.

دوی ټول د یاد مرستون د بیا پرانستلو غوښتنه لري او له حکومت څخه غواړي چې مرستون بېرته پرانیزي او مرسته ورسره وکړي. له غور پرته نور ولایتونه هم شته چې ماشومان یې د مرستونونو او وړکتونونو د تړل کېدو له امله بې‌برخلیکه شوي او درنو کارونو ته یې مخه کړې ده.

بادغیس کې د یوه تړل شوي مرستون شاګرد محمدشفیع وايي چې پخوا به یې مرستون کې ژوند کاوه ښه خواړه به ورکول کېدل او پر خپلو زده‌کړو بوخت و، خو اوس خپل ژوند ته ناهیلی دی او په دې هڅه کې دی چې څنګه یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

د غور یو‌شمېر اوسېدونکي هم د یادو ماشومانو پر ښوونې او روزنې ټينګار کوي او وايي چې مسوولان او اړوند بنسټونه باید د دوی د راتلونکي په اړه فکر وکړي. دوی له حکومت او مرستدویه بنسټونو غواړي چې یاد ماشومان له درنو کارونو راوګرځوي او مرستونونه یې بېرته پرانیزي، څو دوی د کار پرځای خپلې زده‌کړې وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي.

په ورته مهال د غور او بادغیس ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو چارواکي وايي چې دوی هڅه کوي، د مرکز او مرستندویه موسسو په مرسته دغه مرستونونه بېرته پرانیزي.

د غور د کار او ټولنیزو چارو سرپرست عوث‌الدین سهیل وايي، دوی د یادو مرستونونو د بیا پرانستلو لپاره په لیکنې او شفاهي ډول د اسلامي امارت چارواکو ته خپلې غوښتنې رسولي او د نوموړي په وینا چې ډېر ژر به یاد مرستونونه پرانستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور او بادغیس د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو چارواکي وايي چې د یاد ولایتونو په مرستونونو کې په سلګونه بې‌سرپرسته، کډوالو او بې‌وزله ماشومانو څخه ساتنه کېده او د ژوند او زده‌کړو ښه چاپیریال ورته برابر شوی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام