د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونیسف ویلي چې ۲۰۲۱ کال کې د جګړو پر مهال د ماشومانو له حقونو پراخې سرغړونې شوې دي. یونیسف پرون په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي، له افغانستان څخه تر یمن، سوریې او شمالي ایټوپیا پورې، زرګونو ماشومانو د وسله‌والو نښتو او تاوتریخوالي له امله زیانمنکوونکې بیې پرې کړې دي.

د رپوټ له مخې، له ۲۰۰۵کال راهیسې تراوسه په افغانستان کې د جګړو له امله د ۲۸۵۰۰ ماشومانو د وژنې پېښې تایید شوي چې د نړۍ د ټولو ماشومانو د مړینې ۲۷سلنه جوړوي. منځنۍ اسیا او شمالي افریقا هغه سیمې دي چې ډېری بریدونه په‌کې شوي او په پایله کې یې ماشومان ترې ډېر اغېزمن شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو پربنسټ، په تېرو ۱۶کلونو کې په افریقا، اسیا، منځني ختیځ او لاتینې امریکا کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې ۲۶۶زره پېښې ثبت شوي دي. دا یوازې هغه شمېرې دي چې د څارنې او رپوټ ورکولو میکانیزم له لارې د ملګرو ملتونو رهبرۍ ته تایید شوې دي.

یونیسف په دغه رپوټ کې ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې د انسان تښتونې ۳۷سلنه پېښې چې د ملګرو ملتونو له لوري تایید شوي، د دې لامل شوي چې له دغو تښتول شویو ماشومانو څخه په جګړو کې کار واخیستل شي او دغه پېښې په سومالیا، د کانګو دموکراتیک جمهوریت او مرکزي افریقا کې له ۵۰سلنه لوړې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونیسف له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره رسمي اقدامات وکړي او له وسله‌والو څخه د ماشومانو د خلاصون، د سرغړونو او پر ماشومانو د جنسي تیري مخه دي ونیسي او پر روغتونونو او ښوونځیو دې له برید کولو ډډه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام