د افغانستان په اړه په هند کې د سیمه‌ییز امنیت ناسته چې نن چهارشنبه په نوې ډهلي کې جوړه شوه، پکې د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له ډېروالي اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د سیمې هېوادونه باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه او د امنیتي ننګونو په اړه تمرکز وکړي.

په دغه ناسته کې د هند د ملي امنیت مشاور اجیټ دووال وویل چې په افغانستان کې وروستي تحولات نه یوازې دا چې د دغه هېواد وګړو ته مهم پیغامونه لري، بلکې دغه پیغامونه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته هم اړین او مهم دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال دغې ناستې ته د افغانستان استازی نه‌وو وربللی شوی. چین او پاکستان بیا په دغه ناسته کې له ګډون ډډه کړې ده.

په همدې حال کې د یادې غونډې پرمهال د هند د ملي امنیت مشاور وویل چې د روسیې او ایران سربېره د اوو هېوادونو د ملي امنیت د مشاورانو په ګډون د دغې ناستې ترسره کول د افغانستان خلکو او د ټولنیز امنیت د زیاتېدو په برخه کې اغېزمنه بللې ده.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ګډ دریځ لپاره هڅې او په کابل کې د اسلامي امارت له راتلو سره هم‌مهاله د مخدره توګو قاچاق نور هغه مسایل وو چې په دغه ناسته کې پرې بحث او خبرې وشوې.

په نوې ډهلي کې د سیمې د امنیت ناسته کې د ایران، قزاقستان، قرقیزستان، روسیه، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو د ملي امنیت مشاورانو ګډون کړی وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سیمې هېوادونو د امنیتي چارواکو په کچه دغه امنیتي ناسته په داسې حال کې جوړه شوې چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش ډلې فعالیتونه ډېر شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام