ستانکزی: د نجونو ښوونځیو تړل‌کېدل شرعي دلیل نه‌لري

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو پر وړاندې هېڅ شرعي ستونزه نشته. هغه نن کابل کې د «ګرځندوی نړیوالې ورځې» نمانځغوڼده کې وویل چې د نجونو ښوونځیو د پرانېستو پر وړاندې هېڅ شرعي دلیل نشته او باید پرانېستل شي.

شنونکي: د حکومت د مشروعیت لپاره لویه‌جرګه او ټاکنې مهمې دي

دې وروستیو کې یو شمېر افغان او بهرنيو سیاستوالو ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د مشروعیت لپاره دې لویه جرګه یا یوه شورا جوړه شي او یا دې هم د ټاکنو له لارې لا ډېر مشروعیت ترلاسه کړي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وایي چې شته نظام عام او تام کورنی مشروعیت ترلاسه کړی او ټول ولس پرې باور لري.

د نوي ډيلي ناسته؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ګډ دریځ ټينګار شوی

د افغانستان په اړه په هند کې د سیمه‌ییز امنیت ناسته چې نن چهارشنبه په نوې ډهلي کې جوړه شوه، پکې د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له ډېروالي اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د سیمې هېوادونه باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه او د امنیتي ننګونو په اړه تمرکز وکړي.

«پر واک د پاتې‌کېدو لپاره د غني بې‌ځایه ټينګار لامل شو طالبان واک ته ورسېږي»

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي چې د پرځول شوي ولسمشر محمداشرف غني پر واک د پاتې کېدو بې‌ځایه ټينګار د دې لامل شو چې طالبان پر افغانستان واکمن شي. خلیل‌زاد دغه .څرګندونې پرون د «نړیوالې سولې لپاره د کارنګي بنسټ» په څېړنیز مرکز کې د یوې انلاین غونډه پر مهال وکړې