د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو پر وړاندې هېڅ شرعي ستونزه نشته.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن کابل کې د «ګرځندوی نړیوالې ورځې» نمانځغوڼده کې د وینا پرمهال وویل چې د نجونو ښوونځیو د پرانېستو پر وړاندې هېڅ شرعي دلیل نشته او باید پرانېستل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «روښانه یې وایم چې زده‌کړه پر ښځه او نر فرض دی، هېڅوک له دې انکار نشي کولای. دې برخه کې زیاتې فتواوې شته، ژر تر ژره باید ښځې او نارینه ته د زده‌کړو زمینه برابره شي او له ځنډ پرته د ټولو ښوونځیو دروازې پرانېستل شي.»

ستانکزي په اوسنیو شرایطو کې د زده‌کړو ستونزه هېواد کې روانو اقتصادي ستونزو څخه مهمه وبلله او د پوهنې وزارت پر کارکوونکو یې غږ وکړ چې خپلې ستونزې هوارې کړي او د ښوونځیو پرانېستو ته زمینه برابره کړي.

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت ګوښه شوي سرپرست وزیر نورالله منیر په روزګان کې یوې غونډه ته د وینا پرمهال ویلي و چې په اوسنیو شرایطو کې کورنۍ نه غواړي خپلې پېغلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.

دا په داسې مهال ده چې څه باندې یو کال کېږي، افغانستان له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په خپل درې میاشتني راپور کې چې ټاکل شوې د امنیت شورا ناستې ته یې وړاندې کړي، افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر تړل‌کېدو یې په‌کې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له زده‌کړو بې برخې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د نړیوالې ټولنې له لوري پر اسلامي امارت د نجونو ښوونځیو د تړل‌کېدو له امله پراخ غبرګونونه شوي، خو اوسني سرپرست حکومت تراوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانېستو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام