پوهنې وزارت نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تازه پرېکړې له مخې سړو سیمو کې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم پورې د ليندۍ له لومړۍ نېټې رخصت کېږي او له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې ټول ښوونځي بیا د ليندۍ میاشتې له ۱۵مې وروسته رخصت کېږي.
د دغې پرېکړې پر بنسټ، ډېرو سړو سیمو کې به له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې ټول ښوونځي د ليندۍ په لومړۍ نېټه رخصت شي.
ټاکل شوې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې هم د ۱۴۰۰م کال په پیل کې واخیستل شي.
د پوهنې وزارت ویلي، دغه پرېکړه سړې هوا او د واورې او باران ورېدو ته په پام د پوهنې وزارت د رهبرۍ له خوا ۱۴۰۰م کال کې د پوهنې بهیر متضرر کېدو څخه د مخنیوي لپاره نیول شوې ده.
د پوهنې وزارت ښوونکيو ته هم لارښوونه کړې چې د ژمي له رخصتۍ وړاندې زدهکوونکيو ته دنده وکړي چې رخصت ورځو کې درسونه تکرار کړي او د ازموینې لپاره چمتوالی ونیسي.