پروان کې د معلولانو شکایت؛ یو معلول: «ځوان سرپرست نه‌لرم، اړ یم چې سوال وکړم!»

پروان کې یوشمېر معلولان او د شهیدانو د کورنۍ غړي شکایت کوي چې سږ کال یې خپل حقونه نه‌دي ورکړل شوي.
د دوی له ډلې یو معلول عبدالسلام چې د جبل‌سراج ولسوالي اوسېدونکی دی وايي، د شهیدانو او معالولانو ریاست له‌خوا ورته ویل شوي چې دې اداره کې د معلولیت امتیازاتو پر شرایطو برابر نه دی.

ستانکزی: د نجونو ښوونځیو تړل‌کېدل شرعي دلیل نه‌لري

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو پر وړاندې هېڅ شرعي ستونزه نشته. هغه نن کابل کې د «ګرځندوی نړیوالې ورځې» نمانځغوڼده کې وویل چې د نجونو ښوونځیو د پرانېستو پر وړاندې هېڅ شرعي دلیل نشته او باید پرانېستل شي.

افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د ملګرو‌ ملتونو د سرمنشي اندېښنه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش په یوه راپور کې چې ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا ته یې وړاندې کړي، افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه القاعده شبکې د حضور په اړه یې په‌کې اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن د دغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوي.

پاکستان له امریکا د افغانستان پر فضا له ګرځېدونکې بې‌پېلوټه الوتکې میلیونونه ډالر اخلي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن کابل کې د «ګرځندوی نړیوالې ورځې» په نمانځغونډه کې وویل، پاکستان له امریکا د افغانستان پر فضا له ګرځېدونکې هرې بې‌پېلوټه الوتکې میلیونونه ډالر اخلي. نوموړی زیاته کړه داسې ویډیوګانې په لاس کې لري چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې له کوم ځایه او له کومې لارې د افغانستان فضا ته ننوځي.