د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په یوه راپور کې چې ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا ته یې وړاندې کړي، افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه القاعده شبکې د حضور په اړه یې په‌کې اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي نن د دغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

وړاندې له دې چې دغه راپور د امنیت شورا ناستې ته وړاندې شي، په خپور شوي متن کې یې راغلي چې افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې حضور او فعالیت لري.

په راپور کې ویل شوي چې د القاعده او اسلامي امارت اړیکې روانې دي او دغه شبکه افغانستان کې له ازادۍ برخمنه ده.

د دغه راپور پربنسټ، که څه هم هېواد کې امنیتي پېښې کمې شوي، خو په ۲۶ ولایتونو کې د اسلامي امارت پر ضد ۲۲ ډلې فعالیت لري چې له ډلې یې د «ملي مقاومت جبهه او د ازادګان ملي جبهه په پنجشېر، بغلان، تخار او کاپیسا کې فعالیت کوي.

دا په داسې مهال ده چې د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د تلې درېیمه د ملګرو ملتونو په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې د افغانستان وضعیت د اسلامي امارت له کنټرول وتلی او دغه هېواد په چټکۍ د ترهګرو د امن پټن‌ځای د بدلېدو په حال کې دی.

په ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د تېرې جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضور اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دغه هېواد د ترهګرو پر مرکز بدل شوی دی.

شهباز شریف زیاته کړې وه چې افغانستان کې د القاعده، ټي‌ټي‌پي‌، د ختیځ ترکستان اسلامي جنبش او د ازبکستان اسلامي جنبش په څېر ډلې فعالې دي. نوموړي ټينګار کړی و چې افغانستان کې د یادو ډلو شتون د پاکستان او سیمې امنیت ګواښي.

بل‌خوا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د یو‌شمېر هېوادونو اندېښنې بې‌بنسټه بللي او ویلي یې دي چې دغه اندېښنې د ناسمو سرچینو له امله دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د امریکا او پاکستان په ګډون ځینو هېوادونو د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د افغانستان وضعیت په اړه اندېښنې څرګنده کړې چې ګواکې لا هم له دغه هېواد څخه د ترهګرۍ ګواښ شتون لري.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون نه‌لري او افغان خاوره به د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. د اسلامي امارت په واکمنېدو سره نړیوالې ټولنې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتېدو په اړه اندېښنه لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په همدې حال کې په دې درې میاشتني راپور کې افغانستان کې بد اقتصادي وضعیت او د ښځو پر ازادۍ او بشري حقونو لګېدلو بندیزونو ته هم اشاره شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام