د کرنې او مالدارۍ ۳۴م نندارتون او د دهقان مېله چې کابل کې جوړه شوې وه، نن پایته ورسېده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وایي، دې نندارتون کې د کورنیو شرکتونو ترمنځ د شاوخوا ۲۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت لسګونه تفاهملیکونه لاسلیک شوي.
د دغه نندارتون جوړېدو د لسګونو شرکتونو، صنعتکارانو او بزګرانو لپاره د محصولاتو او تولیداتو د معرفي او پلور زمینه برابره کړې.
د کرنې او مالدارۍ خونې د عامه اړیکو مسوول مجتبی صبار وایي، ډېری تفاهملیکونه د تازه او وچو مېوو، نباتاتو او کیمیاوي سرو په برخه کې لاسلیک شوي.
«موږ ۹ شرکتونه وموندل چې ترمنځ یې ښې هوکړې شوي، له کیمیاوي سرو او مېوو نیولې تر خوراکي توکو پورې یې تړونونه لاسلیک کړل. په ټوله کې دا شرکتونه کورني وو او نږدې د ۲۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت تفاهملیکونه او قراردادونه لاسلیک شول.»
د کرنې او مالدارۍ ۳۴م ملي نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د چهارشنبې په ورځ د کابل په بادامباغ کې پرانیستل شو.
د مسوولانو په وینا، د دې نندارتون موخه د اقتصاد، کرنې او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملاتړ دی.
د کرنې وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې راتلونکې کې به هم د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د بازارموندنې او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي لپاره نور پروګرامونه برابر کړي.
د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني په دې اړه وایي: «هغه نندارتون چې موږ جوړ کړی، هڅه مو دا وه چې د بزګرانو او شرکتونو ترمنځ قراردادونه لاسلیک شي او د هغوی تولیدات بازار ته لار ومومي. په دې درې ـ څلورو ورځو کې له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه ډېر تفاهملیکونه لاسلیک شوي. هڅه کوو چې په راتلونکې کې دا کچه لا لوړه شي، څو زموږ بزګران او کروندګر خپل تولیدات زیات کړي او هم په کور دننه او هم له هېواده بهر بازارموندنه ورته وشي.»
په دې نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیزې ماشینرۍ، زعفران، د اوبو لګولو وسایل، مېوهلرونکي او بېمېوې نیالګي او د لمریزې برښنا د تولید دستګاوې نندارې ته اېښودل شوي وو.