Asset 1SWN

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ «د افغانستان نیمايي ټلوېزیونونو خپل نشرات درولي»

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی نن د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د افغانستان ۵۰ سلنه ټلوېزیونونو خپل نشرات درولي دي.

د نومبر یوویشتمه د ټلوېزیون نړیوالې ورځې په نوم یادېږي او د تېرو کلونو پر مهال به دا ورځ افغانستان کې هم په ځانګړو مراسمو نمانځل کېدله.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نی ویلي چې افغانستان کې د ټلوېزیونونو فعالېدل د تېرو دوو لسیزو مهمه لاسته‌راوړنه ده، خو په یوه کال او څو میاشتو کې یې ۵۰ سلنه هغو فعالیت پريښی دی.

دغه بنسټ د یادو ټلوېزیونونو د نشراتو درېدو لامل اقتصادي ستونزې بللې دي. نی زیاته کړې چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د افغانستان ۴۸ سلنه راډیوګانو او ټولو چاپي رسنیو هم خپل فعالیت پریښی دی.

بله‌خوا افغانستان تازه د رسنیو ازادۍ نړیوال اېتلاف غړیتوب هم له لاسه ورکړی دی. هالنډ او کاناډا چې د دغه اېتلاف ګډه مشري پر غاړه لري، د جمعې په ورځ له دغه اېتلاف نه د افغانستان د لرې کولو خبر ورکړ. دغو هېوادونو ویلي چې له ټولو غړیو سره په مشورې یې دا پرېکړه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رسنیو ازادۍ نړیوال اېتلاف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان رسنیو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې افغانستان کې د رسنیو وضعیت له بده مرغه نور له نړیوالو ژمنو سره سمون نه لري.

دا داسې مهال ده چې د راپورونو له مخې، اسلامي امارت وخت‌ناوخت پر بېلابېلو افغان رسنیو فشار راوستی او مسوولان یې اړ کړي چې په خپلو پالیسیو او د نشراتو څرنګوالي کې بدلون راولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام