د خوړو نړیوالو پروګرام وايي چې د افغانستان ناوده اقتصادي وضعیت او د شتمنیو کنګلېدل یې دغه هېواد د تېرو شلو کلونو په پرتله د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون دوشنبه د تلې څلورمه په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د راتلونکي ژمي لپاره هېڅ هم لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې ۱۸ میلیونه افغان کډوال د خوړو خوندیتوب نه‌لري او د مرستې لپاره ۱.۱ میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، په راتلونکي ژمي کې د ۱۵۰ ټُنه خوراکي توکو د برابرولو لپاره یوازې ۱۷۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، که د اړتیا وړ بودیجه برابره نه‌شي، هوډ لري وړاندې له دې چې واوره وشي او لویې لارې بندې شي، په لرو پرتو سیمو کې د اړتیا وړ کافي خواړه زېرمه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي چې دغه پروګرام د افغانستان او قحطۍ ترمنځ یوازینی پاتې وروستی ډال دی. دغه بنسټ زیاته کړې چې د دغه ډال پایښت د مرسته کوونکو سخاوت پورې اړه لري.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وايي چې په روان میلادي کال کې یې ۲۲ میلیونه افغانانو سره د مرستو لپاره ۴.۴ میلیونه ډالر مرسته غوښتې وه، خو د نهو میاشتو په تېرېدو سره تراوسه ۴۳سلنه مرسته راټوله شوې ده.

اوچا پرون دوشنبه د تلې څلورمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې له دې وړاندې د افغانستان څه باندې نیمايي نفوس یعنی ۵۵سلنه افغانان د ژوندي پاتې‌کېدو لپاره بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت په واکمنېدو سربېره، نړیوال بندیزونه، د بهرنیو مرستو بندېدل او د کار بازار سقوط د دې لامل شوی چې افغانستان کې بې‌وزلي او لوږه زیاته شي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

مرستندویه بنسټونو له دې وړاندې هم ویلي و چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ۹۵سلنه افغانان د خوړو خوندیتوب نه‌لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام