ملګري ملتونه: شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ نه یو ګام واټن لري

د ملګرو ملتونو اړوند د ښځو برخې بنسټ ویلي، افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کسانو ډېره برخه ښځې جوړوي.
د دغه بنسټ په وینا، بې‌ځایه شوې ښځې په لنډمهاله مېنو کې له مخ په ډېرېدونکو ګواښونو سره مخامخ دي. یاد بنسټ د لیندۍ په ۲۲مه، د سه‌شنبې ورځ پر ټویټر لیکلي چې شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

نهه میلیونه افغانان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوې خبرپاڼه په  خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخېدو دی او لوږه په دغه هېواد کې خپلې کمسارې کچې ته رسېدلې.  د دغه بنسټ ویاند بابر بلوچ ویلي چې نږدې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې ۹ میلیونه وګړي د قحطۍ له جدي ګواښ سره دي.