Asset 1SWN

ملګري ملتونه: شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ نه یو ګام واټن لري

_95838099_b94a588a-61c5-4ed4-bf08-1ed38df96cd6

د ملګرو ملتونو اړوند د ښځو برخې بنسټ ویلي، افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کسانو ډېره برخه ښځې جوړوي.

د دغه بنسټ په وینا، بې‌ځایه شوې ښځې په لنډمهاله مېنو کې له مخ په ډېرېدونکو ګواښونو سره مخامخ دي. یاد بنسټ د لیندۍ په ۲۲مه، د سه‌شنبې ورځ پر ټویټر لیکلي چې شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په وینا، افغان ښځې او نجونې په دغسې وضعیت کې تر نورو ډېرې محرومې دي او خدمتونو ته کم لاسرسی لري.

دغه بنسټ ویلي: «کله چې ښځې او نجونې د خپل خوځښت او کار پر سر له مستقیمو خنډونو سره مخامخ شي، تر ټولو وروستي وګړي دي چې خوړو، اوبو، د اوسېدو خوندي ځای او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لری.»

د یاد بنسټ په خبره، افغان ښځې اړ دي چې د خوراکي توکو پېرلو لپاره خپله شتمني وپلوري او ان کورنۍ اړ کېږي چې خپلې نجونې د پیسو په بدل کې نورو ته ور واده کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ، اوس د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي مرستو ته اړتیا لري او د ژمي په را رسېدو سره یې ستونزې او ننګونې دوه برابره شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام