Asset 1SWN

پر ښځو د محدودیتونو دوام؛ افغان ښځې: ا.ا دې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي

images-6-640x430

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت پر افغان ښځو د لګېدلیو محدودیتونو په دوام، تازه پرېکړه کړې چې له دې وروسته به پارکونو، کلپونو او حمامونو ته نه ځي. د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت دې پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

یوشمېر ښځو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د دې پرېکړې په غبرګون کې پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړې او غوښتنه یې کړې چې اسلامي امارت باید پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی وايي، د ډاکټران ورته له ناروغیو د خلاصون لپاره لارښوونه کوي چې سپورټ وکړي او دوی به هم د دغه کار لپاره کلپونو او پارکونو ته تللې، خو اوس یې نه ورپرېږدي.

یوه افغانه مېرمن نجلا وايي، ښځې هم د نارینه‌وو په څېر سپورټ ته اړتیا لري او په وینا یې، ډاکټرانو د دې په ګډون ډېری ښځو ته د سپورټ کولو سپارښتنې کړې دي.

په همدې حال کې د افغان ښځو حقونو فعاله معصومه حسیني هم پر دې پرېکړې نیوکه کوي او وايي: «زه د افغانستان د یوه وګړي په توګه چې کله داسې خبرې اورم، شاک اخلم. کله چې موږ سپورټ ونه شو کړای او پارک ته ولاړې نه شوو، کله چې لومړنیو حقونو ته لاسرسی ونه لرو، ژوند د بندخونې په څېر دی.»

د بښنې نړیوال سازمان هم پر ښځو د اسلامي امارت د وروستي محدودیت په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي چې دا د ښځو حقونو نقض دی. دغه سازمان پر اسلامي امارت غږ کړی چې ژرترژره پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

بله‌خوا د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر چې د افغان کډوالو د وضعیت ارزولو لپاره له قطر نه پاکستان ته تللې وه، پر ټویټر لیکلي چې له اسلام‌اباده د بېرته راتګ پر مهال خبره شوې چې اسلامي امارت پارکونو ته د افغان ښځو پر تګ بندیز لګولی دی. هغې د اسلامي امارت دا پرېکړه بې‌ځایه بللې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو په افغانستان کې د ښځو حقونو فعاله سوسن خالقیار وايي، د افغان ښځو په اړه د نړیوالې ټولنې یوازې اندېښنې بسنه نه کوي او په‌کار ده چې دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي؛ ځکه د اندېښنو ښودل د افغان ښځو ستونزې نه‌شي حل کولای.

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر بیا وايي چې د ښځو له لوري د حجاب په پام کې نه نیول دغه وزارت اړ کړی چې داسې پرېکړه وکړي.

هغه په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «په تېرو ۱۵ میاشتو کې مو ډېره هڅه وکړه چې حجاب په پام کې ونیول شي، خو له بده مرغه نه خویندو دغه کار وکړ، البته ټولې نه ښیوو او نه هم د پارکونو مسوولانو. د اوس لپاره پرېکړه شوې چې تړلي دې وي.»

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت داسې مهال پر افغان ښځو نوی بندیز لګولی چې د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا پر اسلامي امارت غږ کړی چې بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او دا یې د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو لپاره مهم بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام