د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال پر مهال د بې‌وزلۍ کچه ۴۷ او په ۲۰۲۱ کې ۷۰ سلنه وه، خو په ۲۰۲۲ کې ۹۷ سلنې ته لوړه شوې ده.

په دغه راپور کې د ګټې‌وټې کمېدل، د بیو لوړوالی او د نغدو پیسو ناورین افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچې لوړوالي لاملونه یاد شوي دي. اوچا پر نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې ژرترژره له اړمنو سره د مرستې لپاره لاس په‌کار شي او د دغه ناورین مخه ونیسي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د کابل ښار یو اوسېدونکی نورمحمد چې ټوله ورځ ښار کې د خلکو بوټونو رنګولو په موخه ګرځي وايي، اووه‌کسیزه کورنۍ ور په غاړه ده او که څه هم ټوله ورځ په کار پسې ورک وي، خو بیا هم د مېرمنې او ماشومانو نس نه‌شي مړولی. هغه وايي، نه کور کې څه لري او نه هم په سارا کاروبار شته چې دی پرې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

اقتصادي شنونکی عبدالبصیر تره‌کی وزګارتیا او د وروستیو سېلابونو راوتل هېواد کې د اقتصادي وضعیت خرابېدو لامل بولي او وايي، افغانان به راتلونکي ژمي کې سختې شپې او ورځې تجربه کړي.

په همدې حال کې سیاسي شنونکی احمدخان اندړ بیا د اسلامي امارت له لوري د نړیوالې ټولنې د غوښتنو نه منل، د هغوی له لوري د حکومت په رسمیت نه پېژندل او د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل هېواد کې د بې‌وزلۍ کچې زیاتوالي لامل بولي. هغه اندېښنه ښيي چې که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان کې به د ټولنیزو او امنیتي ستونزو لامل هم شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي که څه هم په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د پیسو کنګل کېدل او پر دوی د نړیوالې ټولنې بندیزونه د افغانانو د ناچارۍ لامل ګڼي، خو ټینګار کوي چې حکومت د بې‌وزلۍ کچې ټیټېدو لپاره پلانونه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د یوه راپور پر بنسټ، افغانستان په نړۍ کې د لوږې او قحطۍ له اړخه د ۱۲۱ هېوادونو په ډله کې ۱۰۹ ځای خپل کړی دی. په دغه راپور کې لیکل شوي چې افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې ډېری وګړي یې د خوراک لپاره څه نه لري.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې هم تازه ویلي چې د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او له ۸ تر ۹ میلیونه افغانان له لوږې کړېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام