Asset 1SWN

روغتیا وزارت: نږدې ۹۰۰۰ افغانان پر تور زېړي اخته شوي

2-qabg1i6s7c75us7qh411k5akuomhavekdx72c9zyq0

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن (د زمري یوولسمه، د چهارشنبې ورځ) په دغه وزارت کې د تور زېړي پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې په روان زېږدیز کال کې پر تور زېړي د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د دوی په وینا، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې نهه زره کسان پر تور زېړي اخته شوي، خو په ۲۰۲۲ کال کې بیا دغه شمېر څه باندې ۸۳۰۰ کسانو ته رسېده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول رییس بسم‌الله پوپل وايي، په افغانستان کې د تور زېړي ناروغي په ډېرېدو ده او دوی یې د درملنې لپاره لازم امکانات نه لري. هغه زیاتوي: «د بي او سي هپاټیټ د تشخیص لپاره یوازې په شپږو، کابل، کندهار، پکتیا، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د پي‌سي‌آر کتنې شته.»

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی رضا الودل په دې غونډه کې وویل چې تر اوسه په افغانستان کې پر تور زېړي د اخته کسانو د تشخیص لپاره کره سروې نه‌ده شوې. نوموړي زیاته کړه: «پر بي او سي هپاټیټ یونیم میلیونه کسان اخته شوي. افغانستان کې امکانات شته، را دې شي چې ډېر کسان وګورو، څو یې درملنه وشي.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان کې عام خلک او پر نشه‌يي توکو روږدي کسان پر تور زېړي اخته شوي دي. د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیب‌الله اخوندزاده حامد وايي: «له ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۲۳ پورې ۴۲۷ زره او ۶۴۷ کسان پر بي هپاټیټ او ۲۱ زره او ۶۲۱ کسان پر سي هپاټیټ اخته شوي دي. موږ له WHO او نورو موسسو غواړو چې د دې ناروغي د مخنیوي لپاره راسره تخنیکي او مالي مرستې وکړي.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب سرپرست اغامحمد عابد توتاخېل وايي چې په روان زېږدیز کال کې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پر سي ډوله هپاټیټ ویروس د ۳۰ سلنې اخته ناروغانو درملنه شوې او ۷۰ سلنه نوره ناروغي پخه شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس په هېواد کې د تور زېړي د تشخیص ۴۰ مرکزونه شته چې د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۴۷ زره او ۹۰۰ کسانو په دغو مرکزونو کې ځانونه کتلي چې له ډلې یې د ۲۸۲ کسانو درملنه کېږي او ۷۴ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

هپاټیټ ویروس په پنځه «A»، «B»، «C»، «D» او «E» ډوله دی چې د «B» او «C» ډولونه یې په تور زېړي پېژندل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې د جولای په ۲۸مه یا د هپاټیټ پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا ۶۸۰ زره کسان د دغه ویروس په بي او شاوخوا ۳۲۰ زره نور هم په سي ډول اخته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام