د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، نن دوشنبه د کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په ګډون، د هېواد په ۲۳ ولایتونو او ۲۱۷ ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپیان پیل شوی چې او په درېوو ورځو کې به څه باندې شپږ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان سلاموطندار ته ویلي چې د ګوزڼ ضد واکسین پیل شوی کپماین به د روانې اوونۍ تر پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي. د هغه په خبره، د ګوزڼ ضد واکسین واکسیناټوران به د خلکو کورونو او جوماتونو ته ورځي او له پنځو کلونو کمعمره ماشومان به واکسین کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د کابل ښار اوسېدونکې مروه وايي، د ګوزڼ ضد واکسين د ماشومانو د روغتیا لپاره ګټور دی او هره کورنۍ باید خپل ماشومان د دې ناروغي د مخنیوي لپاره واکسین کړي. نوموړې زیاتوي چې واکسیناټوران یې کور ته ورغلي او د کورنۍ ټول ماشومان یې پرې واکسین کړي دي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکی کريم هم وایي چې د ګوزڼ ضد واکسین په کېدو سره به ماشومان له فلج څخه وژغورل شي. هغه هم وايي چې واکسیناټوران یې کور ته ورغلي وو او دوی یې د خپلو ماشومانو د سالمې راتلونکې لپاره هرکلی کړی دی.
بلهخوا د عامې روغتیا وزارت پخوانی مرستیال احمدجان نعیم وايي، لا هم په ځینو ولایتونو کې یوشمېر کورنۍ واکسیناټورانو ته اجازه نه ورکوي چې د هغوی ماشومان واکسین کړي.
نعیم ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت باید په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین د ارزښت په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر کړي، څو خلک يې په ګټه پوه شي او خپلو ماشومان ته واکسین ورکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دیني عالمان هم له کورنیو غواړي چې خپل ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي، څو ماشومان يې پر دې ناروغي اخته نهشي. دیني عالم عبدالحق انس وایي: «موږ له کورنیو غواړو چې خپل ماشومان د ګوزڼ ناروغي ضد واکسین ورکړي، څو ترې وژغورل شي.»
د یادونې ده چې د تېر ۲۰۲۲ کال پر مهال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې او په روان ۲۰۲۳ کال کې بیا تر اوسه د ننګرهار په بټيکوټ او کوټ ولسوالیو کې د ګوزڼ ناروغي دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.