Asset 1SWN

د تخار پوهنتون لیک‌دړه د «دانشګاه» له کلمې پرته راوځړول شوه

302263667_5331455560284163_7812227567120354112_n

تخار کې محلي سرچینو او د تخار پوهنتون یوشمېر محصلانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د اسلامي امارت مسوولانو نن د دغه پوهنتون لپاره نوې لیک‌دړه چې د «دانشګاه» پر ځای، پرې «پوهنتون» لیکل شوی، بېرته را ځړولې ده.

د سرچینو په وینا، مسوولانو د تخار پوهنتون پخوانۍ لیک‌دړه را کوزه کړې او د «دانشګاه» پر ځای یې «پوهنتون» پرې لیکلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تر دې مخکې د تخار پوهنتون رییس خیرالدین خیرخواه ویلي و چې د اسلامي امارت د پالیسي پر بنسټ یې د دغه پوهنتون لیک‌دړه را کوزه کړې، څو د جمهوریت لوګو پر ځای پرې د امارت لوګو ولګوي.

اسلامي امارت تر دې مخکې د بلخ پوهنتون له لیک‌دړې هم د «دانشګاه» کلمه لرې کړې وه او د «دانشګاه بلخ» پر ځای یې، «پوهنتون بلخ» لیکلي و.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام