د لوړو زده‌کړو وزارت څو موده مخکې یوه نوې طرحه وړاندې کړه چې له مخې یې شنبې، دوشنبې او چهارشنبې ورځې به ښځینه‌ زده‌کړیالانې او یکشنبې، سه‌شنبې او پنجشنبې ورځې به نارینه زده‌کړیالان پوهنتونونو ته ځي.

د کابل پوهنتون علمي شورا ویلي چې دا طرحه به د هېواد په ټولو دولتي پوهنتونونو کې اجرا شي. دا طرحه د روان لمریز کال د غویي میاشتې له درېیمې نېټې څخه اجرا شوې ده. د دې طرحې له مخې، په ۷ درسي ساعتونو کې به ۷ یا هم ۸ کرېډیټ تدریس کېږي. دغه‌راز، د دې طرحې پر بنسټ، زده‌کړیالان باید د سهار له ۸ څخه د ماسپښین تر ۳ پورې نظري زده‌کړې وکړي.

په همدې حال کې یوشمېر ارواپوهان وایي  چې د انسان ذهن د دې توان نه لري چې پوهنتونونو کې اووه ساعته پرلپسې زده‌کړې وکړي.  د هېواد یو تن ارواپوهه  زهرا میرزايي وایي،  د درسي ساعتونو په ډېریدو سره زده‌کړیالان ستړي کېږي او د هغوی یادولو توان هم کمزوری کېږي. د هغې په اند په دې شرایطو کې به د زده‌کړو کیفیت هم ټیټ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ارواپوهان وايي، د انسان ماغزه له یوې مشخصې محدودې څخه جوړ شوي چې له اندازې زیات درک کول ورته ګران وي. دوی، بهرنیو هېوادونو سره د افغان زده‌کړیالانو پرتله کولو په اړه وايي، د افغان زده‌کړیالانو ذهن زده‌کړو ته چمتو نه دي.

د هغوی په وینا، زده‌کړیالان د ورځنیو او اقتصادي ستونزو ترڅنګ د هېواد ستونزو په اړه هم فکر کوي. ارواپوهان وايي، د دې طرحې په اجرا کېدو سره د زده‌کړیالانو انګېزې او لېوالتیا ته زیان رسېږي چې بلاخره به  تحصیلي بهیر له ستونزو سره مخ شي.

ارواپوه ډاکټر عبدالحسیني سلام‌وطندار ته وویل: « کله چې محصل ته وایوو له سهار څخه تر مازیګر پورې درس ووایه او نتیجه هم ورڅخه وغواړو هغه هم په تیوري او مغزي بڼه. انسان دومره لوړ توان نه لري.»

بل ارواپوه سیدروح‌الله رضواني هم سلام‌وطندار ته وایي: « دا موضوع یوازې د زده‌کړې د سقوط، اکاډمیک ناکامۍ، او په نهایت کې د پوهنتون د زده‌کړې غیر موثریت لامل کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د پوهنتون یو شمېر استادان هم د لوړو زده‌‌کړو وزارت پرېکړه نیمګړې او غیرمعقوله بولي او وايي، دغه طرحه تر ډېره سیاسي اړخ لري. د لوړو زده‌کړو وزارت پخوانی ویاند او د کابل پوهنتون پخوانی استاد حامد عبیدي وايي، د لوړو زده‌کړو وزارت د پرېکړې عملي کېدل به د استادانو لپاره د علمي څېړنو زمینه محدوده کړي او پوهنتونونه به د دې پر ځای چې تحقیق محوره واوسي، یوازې به پر زده‌کړو تمرکز ولري.

د پوهنتون بل پخوانی استاد بیت‌الله حمیدي وايي، اسلامي امارت په دغې طرحې سره غواړي علمي مرکزونه د زده‌کړیالانو پرمخ وتړي. هغه زیاتوي: « دا طرحه ډېر تناقضات لري او د زده‌کړیالانو ستونزې لا ډېروي. درې ورځې د نجونو او درې ورځې د هلکانو درس ویلو خبره نه ده، اصلي موضوع علمي مرکزونو ته د زده‌کړیالانو د لاسرسي بندول دي.»

د یادونې ده چې زده‌کړیالانو د لوړو زده‌کړو وزارت د دغې طرحې په غبرګون کې ویلي، دغسې یوه طرحه هغوی ته هېڅ موثریت نه لري او هغوی دغه طرحه د وخت ضایع کول بولي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام