Asset 1SWN

له وخته مخکې د وېښتانو سپینېدل؛ ایا مخنیوی یې شونی دی؟

سفیدشدن-پیش-از-وقت-موها-2

د کابل یوشمېر اوسېدونکو له سلام‌وطندار سره په مرکو کې ویلي چې اوس له وخته مخکې د ځوانانو د وېښتانو سپینېدل زیات شوي دي. د دوی په وینا، نننی له ستونزو ډک ژوند او د خلکو ترمنځ ډېره سیالي پر ځوانانو اروايي فشارونه زیات کړي او د خوراکي توکو کیفیت هم ټیټ شوی چې له کبله یې انسان ژر زړېږي او وېښتان یې هم له وخته مخکې سپینېږي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: «زه ۸۰ کلن یم او څومره مې چې یادېږي، زموږ په وخت کې به د ځوانانو وېښتان نه سپینېدل، خو اوس دا ستونزه ډېره ده. ښايي د ستونزو له کبله به وي چې ځوانان ورسره مخامخ کېږي او زما په اند د دې زمانې ځوانان ډېر کمزوري دي؛ ځکه ګټور خواړه نه خوري او دا ډېر اغېز کوي. پخوا به خلکو ژېړ غوړي کارول، ځواکمن او پیاوړي به وو او ان پر نورو سختو ناروغیو به هم نه اخته کېدل او وېښتان یې هېڅکله له وخته مخکې نه سپینېدل.»

یوشمېر ځوانان چې وېښتان یې له وخت مخکې سپین شوي وايي، وېښتان یې د ارثي‌والي او روحي او اروايي فشارونو له کبله سپین شوي دي. سلام‌وطندار په دې اړه له دولسو کسانو سره مرکې کړي چې له ډلې یې اتو هغو ارثي‌والی او څلورو نورو هم اروايي او روحي ګډوډۍ د خپلو وېښتانو د سپینېدو لاملونه ګڼلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل اوسېدونکی مصطفی چې ۱۲ کاله عمر لري، وايي چې د وېښتانو سپینېدل یې له ۱۶ کلنۍ څخه را پیل شوي دي. هغه زیاتوي چې د ده د وېښتانو د سپینېدو لامل ارثي‌والی دی چې په ځوانۍ کې سپین شوي؛ ځکه په وینا یې، د پلار او نیکه وېښتان یې هم په ځوانۍ کې سپین شوي وو. نوموړی وايي: «له شپاړلس کلنۍ وروسته مې پام شو چې وېښتان مې سپینېږي او لامل یې هم ارثي دی؛ ځکه زموږ په کورنۍ کې مې هم د پلار او هم مې د نیکه وېښتان په ځوانۍ کې سپین شوي دي.

د کابل یو بل اوسېدونکی زعیم پنځلس کلن دی. هغه هم وايي چې له وخته مخکې یې د وېښتانو سپینېدل ارثي دي او په اووه کلنۍ کې یې ورته پام شوی چې وېښتان یې ورځ تر بلې سپینېږي. هغه زیاتوي: «زما نوم زعیم دی، زه ۱۵ کلن یم. له اووه‌ کلنۍ مې پام شو چې د سر وېښتان مې سپینېږي او دلیل یې هم ارثي دی چې له نیکه موږ ته را لېږدول شوی؛ د جګرخونۍ او خپګان له کبله نه‌دی.»

د کابل یوشمېر نور اوسېدونکي بیا وايي چې روحي او اروايي ګډوډۍ او خپګان یې په کم عمر کې د وېښتانو سپینېدو لامل شوی دی. د دوی په وینا، ډاکټرانو ته ورغلي او هغوی هم ورته ویلي چې روحي او اروايي یې ګډوډۍ یې د وېښتانو سپینېدو لامل شوې دي.

د کابل اوسېدونکې اووه‌لس کلنه مدینه وايي: «نوم مې مدینه ده، زه اووه‌لس کلنه یم. له دولس کلنۍ مې پام شو چې وېښتان مې په سپینېدو دي او په کورنۍ کې مو د هېچا وېښتان نه‌دي سپین شوي. ډاکټر ته ورغلم، ویل یې چې د جګرخونۍ او فشار له کبله د انسان وېښتان سپینېږي.»

عفت بیا ۲۰ کلنه ده. هغه وايي: «۲۰ کلنه یم، له دولس کلنۍ مې پام شو چې وېښتان مې ورځ په ورځ سپینېږي او په کورنۍ کې مې هېڅوک نشته چې وېښتان یې سپین وي؛ یعنې وراثت هېڅ رول په‌کې نه درلود. لامل یې هم همدا روحي او اروايي ستونزې او له اندازې ډېر فشار دی. ډاکټر ته هم ورغلم، هغوی راته سپارښتنه وکړه چې باید له روحي او اروايي ستونزو او فشار نه ځان وساتم.»

په همدې حال کې د پوستکي او ښکلا ډاکټران او ارواپوهان وايي، کومې ادارې د ځوانانو د ژر زړېدو لاملونه نه‌دي ارزولي او همدا لامل دی چې اټکل یې نه‌شي کېدای چې ځوانان څومره له دې ستونزې سره مخامخ دي. دغه ډاکټران وايي چې له شل کلنۍ مخکې د وېښتانو سپینېدل طبیعي نه‌دي او درملنه یې هم نه‌شي کېدای، خو د وېټامینونو او پروټینو په کارولو سره یې د زیاتوالي مخه نیول کېدای شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پوستکي او ښکلا متخصص محمدقاسم جلال وايي: «له شل کلنۍ مخکې د وېښتانو سپینېدل طبیعي نه‌دي او په دې کې لومړی رول د ارثي‌والي دی چې بچیان یې له مور او پلار څخه خپلوي. که وراثت د وېښتانو سپینېدو کې هېڅ رول ونه لري، بل لامل یې روحي او اروايي ستونزې، خپګان او د ځینو وېټامینونو کمېدل دي. هغه وېښتان چې سپین شي، بېرته خپل حالت ته نه راځي، خو د ځینو خوړو، وېټامینونو او پروټینو په کارولو سره یې د زیاتېدو مخه نیول کېدای شي.»

بله‌خوا ارواپوه سیدعصمت هاشمي وايي چې خپګان او روحي او اروايي ستونزې د وېښتانو سپینېدو تر ټولو ستر لامل دی. هغه زیاتوي: «د ځوانانو د وېښتانو تویېدو یا سپینېدو اصلي لامل دا دی چې په وجود کې د تستوسترون هورمون فعالیت کمېږي او له کبله یې وېښتان ورو ورو خپل اصلي فعالیت له لاسه ورکوي. له روحي او اروايي اړخه هم ډېر لاملونه لري. لومړی لامل یې ډېر فشار او خپګان دی او هغوی چې په هره خبره کې اندېښنه کوي، د ځوانانو د وېښتانو سپینېدو او ان تویېدو لامل کېږي.»

د عامې روغتیا وزارت بیا وايي چې تر اوسه یې د وېښتانو سپینېدو په اړه کومه مشخصه قضیه نه‌ده ثبت کړې. د یادونې ده چې ناسم خواړه، د خوب کمیت او کیفیت ته نه پام، د چاپېریال ککړتیا، د سینګار او روغتیا د ناسمو درملو کارول، اروايي فشارونه او ارثي‌والی له وخته مخکې د ځوانانو د وېښتانو سپینېدو لاملونه بلل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام