Asset 1SWN

له ژونده تېښته؛ له اوو میاشتو راهیسې په ۲۰ ولایتونو کې ۶۲ کسانو ځانونه وژلي

Khodkooshi-phxt3ii3ekj28j2wr6d3u14yw52hndh7uiqigq99qg

د بې‌وزلۍ کچې له لوړېدو او د اروايي ناروغیو زیاتېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د ځان‌وژنې پېښې هم ډېرې شوې دي. په رسنیو کې د ځان‌وژنې پېښو په اړه د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، له تېرو اوو میاشتو راهیسې په ۲۰ ولایتونو کې ۴۴ ښځینه‌وو او ۱۸ نارینه‌وو ځانونه وژلي دي.

نورالهدا چې د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې د یوه ښوونځي د لسم ټولګي زده‌کوونکی و، په سلواغې میاشتې کې یې د زهرو په څښلو سره ځان وژنه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نورالهدا تره میرویس سلام‌وطندار ته ویلي، وراره یې ۱۵ کلن و او اروايي ستونزې یې لرلې. نوموړی زیاتوي:

«نوراالهدا په ښوونیزو کورسونو کې د انګلیسي ژبې او ریاضي پر زده‌کړې بوخت و او د سیمې په یوه مدرسه کې یې دیني علوم زده کول. زموږ ټولنه کورنۍ یې پر مرګ ویرجنه ده او ډېر دردېدلې ده. هغه له خپل مرګ مخکې یوه لیک کې لیکلي و چې له دې نړۍ موړ شوی دی.»

په ورته وخت کې یوه بغلاني ځوان امیدالله هم تېره میاشت د بې‌وزلۍ له کبله ځان زیندۍ کړ او خپل ژوند ته یې د پای ټکی کېښود. د هغه د تره ‌زوی نوید سلام‌وطندار ته ویلي:

«امیدالله له وزګارتیا ځورېده. څو ځله یې ازاد کاروبار پیل کړ او میمنې ښار ته راغی چې یوه هټۍ ونیسي او ژوند کې یوه لاسته‌راوړنه ولري. هغه ډېره هڅه وکړه، خو کار یې پیدا نه کړ. دا چې له اقتصادي اړخه یې زیان لیدلی و، ژور خپګان یې په څېره کې ښکارېده. موږ فکر نه کاوه چې دا ژور خپګان او ستونزې به د هغه د مړینې لامل کېږي.»

په تېرو اوو میاشتو کې د ځانوژنې د ۶۲ پېښو له ډلې یوازې ۱۸ او ۱۶ هغه په فاریاب او غور کې شوې دي.

په همدې حال کې ارواپوهان ځان‌وژنه یو ډول ناورین بولي او اروايي ستونزې، وزګارتیا او کورنی تاوتریخوالی یې تر ټولو مهم لاملونه یادوي. د پوهنتون استاد او ارواپوه شرف‌الدین عظیمي وايي:

«کورنۍ کولای شي له یوه کس سره مرسته وکړي، خبرې یې واوري او خبرداري یې جدي وګڼي او ارواپوه ته یې په بیولو کې مرسته ورسره وکړي. په لویه کچه دولت باید د خلکو لپاره لوړې او سترې هیلې راوټوکوي، لکه محدودیتونه لرې کړي، کارموندنه کې اسانتیاوې برابرې او هغو برخو ته پام وکړي چې د یوه کس خپله ازادي په‌کې مهمه ده.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ټولنیزو چارو کارپوه ضیا نېکزاد بیا باور لري چې د ځان‌وژنې پېښو زیاتوالی نه یوازې د وژل شوي کس کورنۍ، بلکې د ټولنې اروايي امنیت ته هم سخت زیان رسولی شي.

د کورنیو چارو وزارت که څه هم هېواد کې د ځان‌وژنې د وروستیو پېښو کره شمېرې نه په ډاګه کوي، خو ددغه وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب څه موده وړاندې ویلي و چې تېر یوه کال کې د ټول هېواد په کچه د ځان‌وژنې ۳۶۹ پېښې ثبت شوې دي.

د یادونې ده چې په دغه راپور کې یوازې هغه پېښې را اخیستل شوي چې په رسنیو کې خپرې شوي، خو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو کلتور او رسنیو کې د ځينو پېښو د خپرېدو مخنیوي ته په کتو اټکل کېږي چې د ځان‌وژنې پېښو شمېر به تر دې هم لوړ وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام