افغانستان کې اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ د ګڼ‌شمېر خلکو پر ژوند سیوری غوړولی چې تر ډېره دې چارې ماشومان اغېزمن کړي دي.

ګڼ‌شمېر کورنۍ چې سرپرست نه‌لري او یا هم ورځنی عاید یې کم دی، د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه خپل ماشومان درنو کارونو ته اړ باسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هېواد د نورو ولایتونو او سیمو په څېر کندوز هم یو له هغو ولایتونو دی چې ګڼ‌شمېر ماشومان د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه درنو کارونو ته مخه کړې ده.

دغه ماشومان چې د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ له امله د درنو کارونو کولو ته اړ شوي، وايي چې د خپلو کورنیو او مالي اړتیاوو پوره کولو لپاره د زده‌کړو پر ځای درانه کارونه کوي.

ایمل کندوز ښار کې یو له کارګرو ماشومانو څخه دی. هغه چې ۱۲ کاله عمر لري، له تېرو درېوو کلونو راهیسې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره کندوز ښار کې کار کوي.

په ورته مهال شفیق‌الله او قدرت‌الله د ایمل ملګري دي. دوی هم کندوز ښار کې لاسي کراچۍ لري او وايي چې د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره له سهار تر ماښامه د کار په لټه کې وي.

د دوی په وینا، شپه او ورځ د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په فکر کې وي او روان وضعیت ته په پام نه‌شي کولای خپلې زده‌کړې وکړي.

د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع‌الله روحاني وايي، پر یوه پروګرام کار کوي چې په عملي کولو سره به یې ښار څخه کارګر ماشومان راتول کړي.

هغه وویل، د ځینو موسسو او مرسته کوونکو بنسټونو په همکارۍ هڅه کوي چې دغو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: «کندوز کې د ماشومان لپاره اسلامي امارت ځانګړی پلان لري چې دغه کارګر ماشومان راټول کړي او د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي. په دې اړه یو‌شمېر موسسو او ادارو سره غږېدلې یو او کارونه به ژر پیل کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې د کندوز ښار سړکونو کې د کارګرو ماشومانو حضور نوې مسله نه ده، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، د دغو ماشومانو شمېر تر پخوا لا ډېر شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام