د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د بې‌وزلۍ او لوږې سربېره د وزګارتیا په ډېرېدو سره ګڼ‌شمېر ماشومانو خپلې زده‌کړې پرېښي او درنو کارونو ته یې اوږه ورکړې ده.

۱۶کلن مېراحمد چې خپلو درېوو کوچنیو ورونو سره د فراه ښار یوه چوک کې د خلکو بوټان ګنډي او رنګوي، وايي چې لوږې او بې‌وزلۍ اړ کړي چې زده‌کړو ته شاه کړي او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره دې کار ته مخه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي چې د ورځې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ پیدا کوي، خو په وینا یې، دغه کار ته مجبورۍ اړ کړی؛ ګنې نوموړی غواړي چې خپلې زده‌کړې وکړي او په راتلونکې کې یو مسلکي انجینیر شي.

دا په لوېدیځو ولایتونو کې د هغو ګڼ‌شمېر نورو کارګرو ماشومانو د ژوند کیسه ده چې د میراحمد په څېر برخلیک لري.

دې سره د غور اوسېدونکی محمد‌یعقوب وايي چې په دې وروستیو کې د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی او دا د دې ښکارندوي کوي چې ډېری کوچني ماشومان د خپلې کورنۍ یوازیني ډوډۍ راوړونکي دي.

 بل‌خوا د بادغیس د مدني ټولنې مسوول ارباب شیخ‌الاسلامي دغو ولایتونو کې د کارګرو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې افغان ماشومانو په ځانګړې توګه کارګرو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي چې اسلامي امارت باید کورنیو سره مرسته وکړي او یا هم د د کار زمینه ورته برابره کړي، څو دغه ماشومانو له درنو کارونو راوګرځول شي.

د فراه او غور ولایتونو ځايي مسوولان د هغو ماشومانو وضعیت په اړه اندېښنې چې سړکونو کې کار کوي مني، خو وايي هڅه کوي چې د دغو ماشومانو وضعیت ښه کړي.

د فراه د کار او ټولنیزو چارو رییس شېراحمد حق‌طلب وايي، هغه موسسې چې د ماشومانو د حقونو او ملاتړ په برخه کې کار کوي، دوی ورسره د ماشومانو ستونزې شریکې کړي او هیله یې وښوده چې د دغو موسسو په مرسته به یاد ولایت کې د ماشومانو ستونزې  تر یوه بریده هوارې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي‌کمېشنرۍ هم افغانستان کې د کارګرو ماشومانو وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، یو شمېر زده‌کوونکي ماشومان د خپلو کورنیو د ملاتړ او کار لپاره، مجبوره شوي چې ښوونځي خوشې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام