Asset 1SWN

بامیان کې په څه باندې یو میلیون ډالرو د «واټرشيډ» پروژې پیل شوې

قققققققققق

د بامیان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د «واټرشیډ» یا د اوبو د خاورینو بندونو د جوړېدو پروژې پیل شوې.

یادې پروژې د بامیان سیغان او پنجاب ولسوالیو کې پیل شوي چې د «اکشن‌ایډ» موسسې له لوري پلې کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه پروژې پرون شنبه د لړم ۲۰مه د بامیان محلي مسوولانو او اړوند چارواکو له‌خوا پرانېستل شوه چې څه باندې ۱۱زره کسانو ته په‌کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

د بامیان والي د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې دغه ولایت کې د اکشن‌اېډ موسسې پروژې مهمې ګڼلي او زیاته کړې یې ده، هڅه به وکړي، څو د موسسو په مرسته د اړمنو خلکو ستونزې هوارې کړي.

بل‌خوا د اکشن‌ایډ موسسې ولایتي مسوول سید‌روح‌الله موسوي دغه پروژې یې یاد ولایت کې د طبیعي پېښو کموالي او نباتاتو د ودې لپاره پیل کړې دي.

د نوموړي په وینا، دغه پروژې چې ارزښت یې څه باندې یو میلیون ډالرو ته رسېږي، مالي لګښت یې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري ورکول کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بامیان د هېواد په مرکز کې پروت غرنی ولایت دی چې اوسېدونکي یې د وچکالي له امله اغېزمن شوې او د مرستو غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام